مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-20   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

ميدان وردګ: د ((ويښ))اخبار له چاپه راووت

اتل

 

 

 

 

د میدان وردګو ولایت  والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت او  د اطلاعاتو فرهنګ ریاست   لخوا د((ویښ))  تر نامه لاندې اخبار د اورنګ مختار په مسول مدیر   له چاپه راووت

 

 

ويښ پنځلس ورځنۍ خپرونه چې دولایت  مقام په مالي ملاتړ  او ددې ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست  په هڅو په ښکلي رنګه کاغذ له چاپه را ووت

 

 

په ویښ اخبار کې  به تر ډیره بریده دملي ارزښتونو او ټولنیزو  دودونو په راژوندیي کولو او تر ډیره بریده  به د ټولنې دیوې مهمې برخې  چې هغه ځوانان دي  د دوی مسولیتونه لا نور هم په ټولنه کې غښتلي او نوموړي ځوانان به لا زیات په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو ته وهڅوي.

 

د ولایت والي محمد حلیم فدایي د ویښ اخبار چاپول د ځوانانو په برخه کې ښه لاسته راوړنه بلي او په ځوانانو غږ کوي چې لا زیات خپلو مسولیتونو ته متوجې ترڅو ټولنه په درست ډول رهبري کړي.

داطلاعاتو فرهنګ ریس اورنګ مختار  ددغه اخبار په چاپ کې دولایت دفرهنګپال والي هلې ځلې وستایلې او دغه اخبار یې دځوانانو په عامه پوهاوي کې د ارزښت وړ وبللو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery