دخپریدو نیټه : 2012-10-10 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
۱۵ تنه د طالبانو له منګولو ژغورل شوي دي
پښتنه اميد
د كندهار په شاولي كوټ ولسوالۍ چارواكي وايې چې تېره ورځ يې ، ملي او محلي پوليسو ۱۵ تنه دولتي كاركوونكي او ملكي وګړي د طالبانو له منګونو ژغورلي دي .
د شاولي كوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل پاچا وايې چې طالبانو د محلي پوليسو د لباس څخه په ګټه اخستني ياد كسان او د ارزګان د ولايت مقام يو اندازه لوژستيكي توكي د كندهار _ ارزګان پر لاره د سره سرخ په سيمه كې نيولي وه چې سمدستي پوليس پرې خبر او د طالبانو سره په جګړه ونښتل .
د قوماندان په وينا چې ياد كسان يې د نيكه شېلې په سيمه د طالبانو څخه خلاص كړه .
امنيه قوماندان وويل چې د طالبانو نه په خوشي شويو كسانو كې دولتي مامورين او ملكي وګړي شامل وه چې په څلورو موټرونو كې ارزګان ته د تګ په حال كې وه .
قوماندان پاچا وايې چې په جګړه كې دوه ملي پوليس ټپيان شوي او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي .
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .