مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د حصارک مجلې درېیم ګڼه چاپ شوه

ح- معروف
د حصارک مجلې، چې په مهالنۍ ډول له ننګرهار نه چاپیږي، درېیمه ګڼه چاپ شوه. د دغې ګڼې د پښتۍ پر لومړي مخ د حصارک غلجايي د ولسوالۍ یو انځور چاپ شوی، چې پکې یو بزګر د غنمو په فصل کې د واښو په کولو بوخت دی. د پښتۍ پر دویم مخ یې بیا د درویش دوراني او مصطفی سالک غزولونه په رنګین چاپ راغلي دي. د پښتۍ پر دریم مخ کې د حصارک د ولسوالۍ څو انځورونه راوړل شوي او پر څلورم مخ یې اعلان چاپ شوی دی. د مجلې منځپاڼګه تر ډیره ادبي او ټولنیزو مسایلو ته ځانګړې شوې ده خو سیاسي مطالب هم پکې لیدل کیږي. ټول ټال پکې ۱۴ عنوانه مطالب خپاره شوي، چې پياوړو لیکوالانو او شاعرانو لکه پیرمحمد، کاروان، مصطفی سالک، فدامحمد فایض، نصیر احمد احمدي، نعمت الله کریاب، ببرک میاخیل، ابراهیم امیري، خوشال خلیل، نورالبشر نوید، محمد انور اندړ، ناجیه نجات، حفیظ الله معروف او ګلرحمن رحماني پکې خپلې لیکنې کړې دي. Hafizmaroof@gmail.com
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery