مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د عبدالنافع همت نوی کتاب چاپ سو

دا کتاب د ( جهاني جهان ) نومېږي چي د وتلي شاعر، ليکوال، څېړونکي او ژورناليست عبدالباري جهاني د شاعرۍ، ليکوالۍ او شخصيت په اړه د هيواد د بېلابېلو ليکوالو (٣٤) مقالې پکښي راغلي دي. دا مقالې د ښاغلي عبدالنافع همت په زيار راټولي سوي او په کتابي بڼه چاپ سوي دي. په کتاب کې د علامه رشاد بابا، عبدالرحمن پژواک، سيد شمس الدين مجروح، سرمحقق محمد صديق روهي، رحمت شاه سائل، ډاکټر اسرار، ډاکټر راج ولي شاه خټک، ډاکټر حبيب الله تږي، ډاکټر عبداللطيف بهاند، حبيب الله رفيع، دروېش دراني، پروين فيض زاده ملال، زرين انځور، معصوم هوتک، محمود اياز، لال پاچا ازمون، عبدالغفور لېوال او نورو ليکوالو مقالې چاپ سوي دي. دا مقالې يو څه يې تر دې مخکي د جهاني صاحب په خپلو کتابونو، مجلو، اخبارونو او ويبپاڼو کي خپرې سوي وې، خو ځيني مقالې يې بيخي نوي او تر دې مهاله بل ځای نه دي نشر سوي. کتاب د پښتو ژبي وتلي شاعر دروېش دراني ته ډالۍ سوی چي ډالۍ يې په دې ډول ده: ( دا کتاب د پښتو ادب ځلانده ستوري استاد دروېش دراني ته ډالۍ کوم چي د افغان ملت ټپونو ته يې د شعر ژبه ورکړه). کتاب څلور سوه مخونه لري چي په خورا ښه صحافت او لوړ کيفيت چاپ سوی او په کندهار کي د ميوند کلتوري ټولني له خوا خپور سوی دی. د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم د ښاغلي عبدالنافع همت دوه نور کتابونه ( سپي څنګه مډالونه وګټل) او ( سياسي عينکي) طنزي مجموعې چاپ سوي وې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery