دخپریدو نیټه : 2013-04-08 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
ميدانښار: پر موټر چاودنې ٣١ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
لودين
د کابل کندهار پر لويه لاره د مسافر وړونکو پر يوه موټر د ماين په چاودنه کې ٩ تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل–کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګو په ولايت کې رامنځته شوې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وويل، چې د سيداباد ولسوالۍ د سالارو په سيمه کې د سپرليو پر يوه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون ٩ عام وګړي وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
د خوګياڼي په وينا، په ټپيانو کې درې ماشومان هم شامل دي او د ١٥ ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د والي وياند وويل، چې ټپيان د سيداباد، ميدان ښار، غزني او کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم وايي، چې چاودنه پر يوه ملي بس موټر شوې او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په مشرۍ امنيتي ځواکونه سيمې ته د مرستې لپاره رسېدلي دي.