مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افتاء اصول او اداب کتاب له چاپ څخه راووت

بهير
  کتاب محتوا په افتاء ليکنې، څېړنې او ښوودنې مشتمل دى .
تقريظ پرې نوميالي عالم مفتي حبيب الله قاسمي کړى. د مولف پېژندنه او د ليکوال په اړه ليکل پرې ښاغلي قاري سيد وارث حنيفي کښلي دي. او مولف هم پخپله د کتاب د ارزښت په اړه غږيدلى دى. کتاب په ښکلي صحافت چاپ شوى . کتاب د ګودر خپرندوى ټولنې لخوا په جلال اباد کې چاپ شوى دى .
له کتاب څخه د مولف په اړه يو څه لنډ مالومات را اخلو:
دددې علمي څېړنېړې پنځونې آديب مفکر ليکوال ښاغلي سيف الرحمن هاشمي دغه څېړنيز اثر د اسلامي او پښتنې ټولنې لپاره په علمي کچه يوه نوي زياتونه او لورينه ده.
ددې علمي او تحقيقي علومو مؤلف ښاغلى مفتي سيف الرحمن هاشمي د سيدخيالي جان پاچا په درنې او سپيڅلې کورنۍ کې په ١٩٨٢ لمريز کال دې نړۍ ته سترګي غړولي دي.
ښاغلى هاشمي له کوچنيتوب څخه د ښوونې او روزنې ستونزمنې شيبې د پښتونخوا ايالات شاوخوا ښونځيو او جامعو کې بشپړې کړې دي.
په ټولنيز، روزنيز ژوند کې يې د ښوونځي او مدرسې انګړ خوشې نه کړ تر هغې يې ورسره ملتيا درلوده ؛ څو يې لوړ تحصيلات تر لاسه کړل.
له ژورنالستيکي او ادبي پلوه د ښاغلي هاشمي ليکنې، مطالب، راپورونه، مرکې ، څېړنې او نور ګڼ مطالب په مجلو اخبارونو ويب پاڼو کې خپرېږي.
ښوونيز، روزنيز اثار يې په پوهنتوني کچه لوستل کېږي، زده کړيال او پوهيال ترې ګټه پورته کوي. نوموړى په ټولنه کې د يو استاد او لارښود په توګه خپلې ادبي ، فرهنګي او ښوونيزې چارې پر مخ بيايي.
لنډه داچې: پښتنه ټولنه په اسلامي ښوونيز، روزنيزو ، اصلاحي څېړنو او ليکنو ته اړه ده. له نيکه مرغه اسلامي او پښتنې ټولنه په علمي ډګر کې د ښاغلي هاشمي په څير ځوان توکم کدرونه لري، چې په سپيڅلو ليکنو سره يې ټولنه له ړوند تقليد او جاهلي دود څخه ژغورلې ده.
د ښاغلي هاشمي دغه پوهنيز او علمي اثر دې الله( زموږ ټولنې او علمي قشر لپاره د نورو علمي ځلونو پيلامه وګرځي. په پاى کې ښاغلي ورور هاشمي صيب ته ددې څېړنيزې پنځونې په زيار مباکي ورکوم او د قلم ځواکمنيتا ته يې لاسونه لپه کوم؛ څو اسلامي او پښتنې ټولنې ته نورې په زړه پورو لارښوونو څخه برخمنه کړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery