مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان اسلامي اژانس خپل نوی ریس وټاکه

افغان اسلامي اژانس

د افغان اسلامي اژانس د اداري پلاوي د پريکړې سره سم ښاغلى عبد الحفيظ \"ستورى\" د دې اژانس کار کوونکو ته د نوي رئيس په توګه معرفي کړاى شو او د دوشنبې په ورځ 2013-05-20 يې په خپله دنده پيل وکړ.
 ښاغلي \"ستوري\" چې د ژورنالزم په څانګه کې څو کلنه تجربه لري، هوډ وکړ چې د پخوا په څېر به د نړيوالو تر غوږونو د افغانستان د پېښو خبرونه رسوي، هغه زياته کړه ( زه به زيار اوباسم تر څو افغان اسلامي اژانس د پخوا په څېر يوه ازاده او بې طرفه اداره وساتم، زه ژمنه کوم چې په دغه اداره کې به د مثبتو تغيراتو په لور ګامونه پورته کړم).
 دا چې ښاغلي ستوري د کاري تجربې تر څنګ په افغان اسلامي اژانس کې لا د پخوا څخه کار کړى، تمه کيږي چې نوموړى به د خپل ځوان استعداد څخه په کار اخيستنې افغان اسلامي اژانس د ژورنالزم په اسمان کې لا نور روښانه کړي.
 نوموړى د افغان اسلامي اژانس د مؤسس مرحوم محمد يعقوب \"شرافت\" زوى دى چې خپل عالي تحصيلات يې د ماسترۍ تر درجې رسولي دي.
 نوموړي د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون څخه په شرعياتو او قانون کې ليسانس، د پيښور د پريسټن د پوهنتون څخه په اداري چارو کې ، او د پيښور د اسلامي پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې د ماسترۍ سندونه تر لاسه کړي دې.
 نوموړى د افغان اسلامي اژانس په دفتر کې له تېرو دريو کلونو څخه د عمومي رئيس د مرستيال په توګه دنده سرته رسولې چې له راپورونو سربېره اداري مسئوليتونه هم ورپه غاړه ول.
 هېره دې نه وي چې افغان اسلامي اژانس په هيواد کې تر ټولو لومړۍ خپلواکه او بې پرې خبري اداره ده چې په کال ١٩٨٢ميلادي کې د مرحوم محمد يعقوب \"شرافت\" لخوا يې بسنټ ايښودل شوى دى او تر نن ورځې پورې د يوې خپلواکې خبري ادارې په توګه کار کوي.
 د ژورنالزم په ډګر کې د افغان اسلامي اژانس فعاليت په درې لسيزو ور اوړي، چې په دې اوږده موده کې يې د شوروي اتحاد پر ضد د افغان وولس د جهاد، د مجاهدينو له برياليتوب وروسته په کابل کې د مرحوم استاد رباني د واکمنۍ، د طالبانو د اسلامي امارت او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې رامنځته کېدو خبرونه او پېښې په کره او سمه توګه نړيوالو ته رسولي دي.
 دغه اژانس په دې ټوله موده کې بې پرې؛ خو ملي او اسلامي اصولو ته ژمن پاتې شوى او هيله ده چې د نوي رئيس عبد الحفيظ \"ستوري\" په مشرتابه کې به هم خپل اصولي او مسلکي سفر په برياليتوب سره جاري وساتي.
 پاى
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery