مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ازبکستان د واليبال په سياليو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

AIP
د منځنۍ اسيا د هيواد قزاقستان د (پولدور) په ښار کي چېرته چې د واليبال سيالۍ روانې دي افغانستان خپله لمړۍ لوبه د ازبکستان په وړاندي وبايلله .
 د قزاقستان څخه د اتصالات د مخابراتي شرکت استازي چې له کابله د افغانستان د لوبډلې سره نوموړي هيواد ته تللى د تلفون په کرښه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې دا مهال په قزاقستان کې د راتلونکي کال نړيوالو اتلوليو ته د لار موندنې په موخه د درې هيوادونو افغانستان، ازبکستان او کوربه هيواد قزاقستان د وليبال د لوبډلو تر منځ د (پولدور) په ښار کې سيالۍ روانې دي.
 هغه زياته کړه چې نن افغانستان د ازبکستان سره لومړۍ لوبه تر سره کړه او افغانستان د ازبکستان په وړاندې ماتې وخوړه.
 تيره ورځ قزاقستان له ازبکستان څخه خپله لومړۍ لوبه وګټله او پدي توګه تر اوسه قزاقستان او ازبکستان يوه يوه لوبله ګټلې خو افغانستان په خپلې لومړۍ لوبې کې د ماتې سره مخ شو.
 سبا ته به افغانستان خپله دوهمه او وروستۍ لوبه د کوربه هيواد قزاقستان په وړاندي تر سره کوي.
 که افغانستان د سبا ورځې لوبه په خپل نوم کړي نو د دريواړو هيوادونو د لوبډلو له منځه به د جګو نومرو تر لاسه کوونکې ډله بل پړاو ته لاره مومي څو د دوه زره او څوارلسم ميلادي کال د وليبال په نړيوالو سياليو کې د ګډون جوګه شي.
 بايد وويل شي دا لومړى ځل دې چې افغانستان د واليبال لپاره د نړيوال جام په انتخاباتي لوبو کي ګډون کوي.
 د افغانستان لوبډله د اتصالات د مخابراتي شرکت په مالي لګښت په دغو لوبو کي ګډون کوي، د اتصالات مخابراتي شرکت د افغانستان د واليبال له فيدراسون سره دري کلن تړون لاسليک کړى چي له مخې يي کورنۍ او بهرنۍ لوبي تمويلوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery