دخپریدو نیټه : 2013-08-01 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په پکتیکا کې ځانوژونکي برید ٩ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
لودين
د پکتیکا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې د يوه ځانوژونکي بريد له امله، نهو٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان بينوا ته وویل، چې دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د يادې شوې ولسوالۍ په کټواز سیمه کې، د دوو دوکانونو مخې ته شوې، چې له امله یې یو ولسي وګړی وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون اته نور ټپیان شوي دي.
د افغان په وینا، ټپیان د مرکز ښرنې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.