مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زابل د مدني خوځښت ټاكنې وشوې

benawa afghanistan
محبت

 

 د زابل مدني خوځښت تيره ورځ د خپل خوځښت د مشرتابه لپاره  ټاکنې وكړې چې په دغه ټاكنو ګڼ شمیر زابلي ځوانانو ګدون کړی وه .

 

په ياده غونډه كې ګڼو ګډونكوونكو وړ ځوانانو ته داعتماد رایه ورکړه چې د رایو په اکثریت سره نوراغا(نوري) د مشرتوب او محبوب(محبت) د مرستیال لپاره اومحمدهاشم (مسلم) د منشیتوب لپاره غوره شول.

په دغه غونډه كې ځوانانو تمه وښوده چې نوى ټاکل شوی پلاوی به د دې ټولنې لپاره په پوره مسوليت سره كار وكړي.

نوي اداري پلاوي هم ځوانانو ته دا ډاډ ورکړ چې د ټولو غړيو په وفادارى او  همکاری سره به د ټولنې  خدمت ته اوږه وركوي.

 د اطلاعاتو کلتور دریاست په نمایندګۍ فقیرالله(درویش) خبری وکړې ځوانانو ته یې ډاډ ورکړ چې داطلاعاتو کلتور ریاست يې ترڅنګ ولاړ دى. 

په دغه غونډه كې فرهنګ پال شخصیت بشرمل(ناصر) هم خبرې وکړې او دا یې یو مثبت ګام وباله  چې ځوانان ډیموکراسی ته ژمن او درايو په اكثريت سره خپل مشرتوب رامنځ ته كوي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery