مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2014-01-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

څنګه کولای سو چي د \"Mouse \" استفاده له\"Keyboard \" څخه وکړو؟

خلیل منتظر


 

 ډیری وخت له داسي ستونږو سره مخ کیږو چي د کمپیوټر موس مو خراب او یاهم کار پریږدی،نو څنګه کولای سو چی د موس استفاده له کیبوړد څخه وکړو ددې کار د ترسره کولوولپاره لاندي کړنې ترسره کوو.
تر هر څه لمړی راځو StartMenue ته او پکښی Run انتخابو،په Run کي Control لیکو او د Enter ټڼي ته زور ورکوو،په دې سره به راته یو نوی کلکین دControl Panel په نامه راخلاص سي.
په همدې کلکین کي دAccessibilityOptions په نامه ایکون انتخابوو چی په دې سره به راته يو بل کوچنی کلکین راخلاص سي.
په همدې کلکین کي به په عادي حالت دKeyboardTab انتخاب وي خو موږ د MouseTab انتخابوو, وروسته Use Mouse keys چیک بوکس ټیک مارک کوو.
اوس کولای سو چي د Numeric Pad څخه په استفاده ماوس پوینټر(د موس اشاره کوونکی) ته حرکت ورکړو.
البته Numeric Pad دکیبوړد هغه برخه ده چي شمارې پر لیکل سوی او د کیبوړد راسته طرف ته موقیعت لري د همدې ټڼیو څخه معمولاً د حساب په چارو کي ګټه پورته کیږي.
یاده دي وی چي په ليپټاپ کمپیوټرونو کي دغه ټڼي د کيبوړد اصلی ټڼیو یا ABC سره ګډی راځی او په Num Lockټڼی فعال او غیر فعال کیږي.
او د 8 Numeric Pad ټني په کښیکاږولو سره به ماوس پوینټر(د موس اشاره کوونکی) پورته،په 2 کښته،په 6 راستې خوا اوپه 4 چپې خواته حرکت کوي

mainport spozmai radio aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery