مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د اشرف غني احمدزي پر کمپېن کوونکو د برید په هکله اعلامیه

په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د ټاکنیزکمپاین د موټرو کاروان نن سهار لس بجې شاوخوا کونړ ته پرلاره د ناڅرګندو وسله والو د ډزو هدف وګرځول شو.
دا ډزې د نرنګ ولسوالۍ د چینارګي په سیمه کې پرهغه موټر وشوې،چې په ختیځ کې د ډاکټرصیب غني د کمپاین عمومي مشر الحاج احسان الله کاموال او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې مېرمن ارین یون پکې ناست ول.
د ډزو له کبله دغه ضد ذرې موټرلږ زیانمن شوی،خو له ښه مرغه چې په موټرکې ناستو او د کمپاین نورو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د موټرو په دغه لوی کاروان کې د ختیزو ولایتونو یوشمېر دیني عالمان،قومي مشران او د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین ځینې فعالان هم موجود وو.
د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفترد دغه برید له غندلو سره له حکومت او امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه لري،چې د دغه ولسمشریز نوماند د کمپاینرانو امنیت ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي.

په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین مطبوعاتي مسول
ارشاد رغاند

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery