مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دهلمندمدني ټولنه به راوانی ټاکني په کلکه وڅاری ترڅو ددرغلیو(تقلب) مخه ونیول سی

دهلمند مدني ټولنه ویره لری چی دهلمند په شمالی ولسوالیو کی په سلو کی به لس تنه درایی ورکونی په پروسه کی ګډون وکړی خو نورصندوقونه ښایی ددرغلیو لمخی ډک کړای سی
که څه هم راروانو ټآکنو ته یواځي د ګوتو په شمارورځي پاته دي خو ددی ولایت په شمالی ولسوالیو کی له یوه لوری خلګو درایی ورکونی کارتونه ندی اخیستی او له بل لوری په یادو ولسوالیو کی امنیتی حالت د ډاډ وړتردی دمه ندی ښودل سوي
خلګ ددولت دوسلوالو مخالفینو له لوری ددی ولایت په سنګین ،موسی قلعه او نوزاد ولسوالیو کی ګواښل سوی او هغوی ته ویل سوی که چیری په رراوانوټاکنوکی ګډون وکړی ښایی هغوی ددولت سره د همکاری په تورونیول سی اودمرګ ګواښ ورته سوي
دهلمند مدني ټولنه به دهلمند په جنوبي او شمالی ولسوالیو کی که څه هم ټاکنی ترسره کیږی او دا یو مهم اصل دی نو دروانوټاکنو کلکه څارنه به وکړي
دهلمند مدني ټولنه د فیفا یا دافغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو له موسیسي سره په ګډه همکاری په هلمند کی یو پلان جوړکړی ترڅو پدی ولایت کی روانی ټاکنی ترخپل کلک څارلاندی راولی او پدغه برخه کی خپلی هلی ځلی دوه چنده کړی
دهلمند مدني ټولنی تر۳۰۰۰ پوری ناظرین   د نړیوالو او کورنیو بنسټونوسره په همکاری دغی پروسی ته اماده کړی دی ترڅو د روانو ټاکنو څارنه ترسره او ددرغلیو مخه ونیول سي
خو دلته ترټولو مهمه ویره په شمالی ولسوالیو کی دامنیت نشتوالی او دیوشمیردولتی چارواکو دولتی مداخله ښایی داوښیی چی راروانوټاکوکی دی درغلی ترسره سی.
که څه هم دهلمند مدني ټولنه به راروانه اونۍ کی دهلمند ولایت له ولایتي ادارې،انتخاباتو خپلواک کمیسون ،د فیفا له اداری ،اروپایی اتحادیی او نورونړیوالو او کورنیو اداروسره پدی اړه خپلی اندیښنی او پروګرامونه شریک کړی ترڅو خلګ ټآکنو ته وهڅول سی او درغلیو مخه ونیول سی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery