مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

دل یار


 څوک چي سعودی عرب کي ورځي شپي تیره وی
 دا واړه عمر به هم داسي بی مزی تیره وی
 زما بی وسه دردیلي ای پښتون لالیه
 دغه څه ژوند دا چي تل پټ یی له شرطی تیره وی
 د اسلام له سوری لاندی د عزت خاوندان
 د ټول انسانیت وار په وار جنازی تیره وی
 د ښایسته وطن ښایسته پیغلو ازار وهلي
 مسافر ځکه د زلت ژوند بی اسری تیره وی
 زړه می راډک شی په خپل نصیب ښه او ژاړم
 چی اجنبي باندی سیتم د جیلخاني تیرا وی
( دل یاره )له خدایی نه یی خپل کلی ګاونډ کی غواړه
 هسي عبث په پردیسي کي شوګیری تیره وی

 

ایوب خان دل یار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery