مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په بلوچستان کي دافغان کډوالودځوانانواوښوونکو دټولني: د خواشينۍ پيغام

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد تکړه خدمتګار نصير مومند چې په زرګونو ټوکه کتابونه يې چاپ کړي دي، د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

دځوانانواوښوونکو دټولني مشرظاهرپښتون او ټول غړي يې د نصير مومند مړينه د هېواد لپاره يوه لویه ضايع بولي او ځان د ارواښاد له کورنۍ او ملګرو سره په غم کې شريک بولي او کورنۍ ته يې له پاک مهربان رب څخه د جميل صبر او ارواښاد ته له مهربان رب څخه د جنت فردوس غوښتونکي يو او انشاء الله نصير مومند به تل د خپل کړي خدمت له امله تل ژوندی وي او صدقه به يې جاري وي، ځکه چې نصير مومند په ډېر کم وخت کې خپلې ژبې ته تر هر چا ډېر کار کړی دی. د ارواښاد کړي خدمتونه به له هېچا څخه نه هېرېږي او نه به يې هېروي، نوم به يې په زرينو کرښو  د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره خوندي وي.

په درنښت
دافغان ګډوالودځوانانواوښوونکو ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery