مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-02   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دغمشريکۍ پيغام

حبيب الله غمخور
دمی په دوهمه په ټوله نړۍ کښي افغانان ددې زورونکی خبر په اورېدوسره چې په بدخشان ولایت کې د مځکې د ښوېیدو له کبله به تر ۷۰۰ تنه زيات کسان به تر خاورو اوخټو لاندې شوي وي ، دغم پر ټغر کښېنول . له يوې خوا زموږ ولس دبنسټپالو ،پاکستاني او ايرانی لاسپوڅودمرميو قرباني کيږي ،دبلې خوا داده يوه بله داسي زړه بوږنوونکې حادثه پېښه سول چې په سلهاو افغانانو نه یې دلوي څښتن دارادې له مخې خوږ ژوند واخيست . قالو انا الله ونا اليه راجعون موږ دلته په اروپا کي اوسېدونکی افغانان ، زموږ په غمځپلي هيوادکي دهر افغان په مرگ خواشينی کيږو اوزورېږو،دا ډول حوادث چې زموږ دولس دژوند په قيمت تما مېږي موږ ټول افغانان لانورهم بې کچې زوروی اوموږ دافکرکوو چې موږ دهمدې غمځپلي کورنۍ يو غړی يو. زموږ فرهنگی ټولنه او مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چې ځانونه دبدخشان دغيرتی ولس سره پدې ورپيښه ستره غميزه کي شريک بولي. ددې غميزي دمړو اوزخميانودکورنوسره دهمدردی په څرگندولوسره،دمړو روح ته دعا لاس پورته کوو اوپاته کسانوته یې جميل صبر غواړو . ددې ترڅنگ افغانستان ددولتي اړونده ادارو ،سرې مياشتي اونړيوالي ټولنې خريه موسسونه هيله کوو چې ژر ترژره دبدخشان غمځپلو خلکو مرستي ته ور ودانگي اوددوي پر زخمی زړه دمرحم پټی کښېږدي .ددې غميزي دقربانيانودټولو هيوادوالودې روح دې ښاد وي .الحکم الله ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery