مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند مدني ټولني اعلامیه

دهلمند مدني ټولنه د د بدخشان ولایت له اوسیدونکو سره خپله غم شریکی ښیی او د خدای تعالی له لوری وژل سوو کسانو ته د جنت فردوس غوښتنه کوی
هلمند مدني ټولنه پردولت او نړیوالی ټولنی سربیره ملی تجارانو باندی ږغ کوی چی د بدخشان ولایت د ځمکی ښویدنی له امله سلګونوبی ځایه سوو وګړیو سره دی ژرترژره مرسته وکړی 
د ځمکی ښوویدنی هغه پیښه چی دوی ورځی وړاندی ددی هیواد په بدخشان ولایت کی رامنځ ته سوه او تر۲۷۰۰ کسانو پوری د یادی پیښی له امله ووژل سول او څو نور ژوبل سول دهلمند مدني ټولنه خپله غم رازی ښیی او له نړیوالی ټولنی افغان دولت او ملی تجارانو څخه غوښتنه کوی چی ژر ترژره دی دیادو بی ځایه سووکسانو سره مرسته وکړی.
هلمند مدني ټولنه به سبا دوشنبه په ټول هلمند کی د یادولایت د وژل سوو کسانو فاتحه واخلی او ددی ترڅنګ به دهغوی لپاره د مرستی صندوق خلاص کړی ترڅو ملی تجاران او دهلمند مخورد یادی پیښی قربانیانو او ځپلو سره مرسته وکړی او ترهغویو پوری به یی ورسوی.
هلمند مدني ټولنه پردولتی چارواکو ږغ کوی چی ددغسی ورته پیښو د بیاراتلو لپاره تابیا ونیسی ترڅو په هره سیمه کی د ورته پیښو د قربانیانو سره ژرترژره مرستی پرهمهغه مهال ترسره سی .
هلمند مدني ټولنه به ډیر ژر یادی سیمی ته خپل یو هیت له مرستو سوو پیسو سره ولیږی ترڅو په همهغه سیمه کی د ځمکی ښویدني د پیښی د قربانیانو له کورنیو سره له نیږدی لیدنه کتنه وکړی او دهلمندی اولس مرستی به ورته وروه رسوی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery