مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

رایه دولس مینه او وينه ده ، په پوره توګه دې دراناوی ورته و سي .

 هلمند مدني ټولنه:


په دغه وروستیو ورځوکي هلمندمدني ټولني ته دولایتي شورا یوشمیر نوماندان او د عام ولس لخوا ځیني شکایتونه رسیدلي دي چي دهلمند ولایت ولایتي شوراته یوشمیر نوماندان دخپلو لومړینو معلوماتو په اساس په دې پوه سوې چي دولس رایه یې نده خپله کړې اوس مهال هغوۍ هڅه کوي چي له نامشروع لارو ځان ولایتي شوراته ورسوي ، هلمند مدني ټولنه دټاکنو خپلواک کمسیون او هغه نوماندانوته چي دپیسوپه بدل کي غواړي ځان دخلکو  استازي وپیژني نن دیوې پراخه غوندي په ترڅ کي خبر ورکړي چي هیڅکله به دغه هیلوته ونه رسیږي .
موږ په لاندي دریو برخوکي خپل نظر واضح او د ولس رایې ته به احترام پرکړه وکړه .
1. ټاکني یوه ملي پروسه ده او  دملت درایو پر باور تکیه لري ، په دغه برخه کي که هر نوماند دځان دبریالپاره له ناجایزو لارو څخه ګټه پورته کوي ، او غواړي  دملت اراده دافغانستان اساسي قانون او دټاکنو قانون تر پښولاندي کړي ، هلمند مدني ټولنه به په دې برخي کي دخپلو مسولیتونو په لرلوسره پټه خوله پاته نسي ، په همدې اساس موږ ژمنه کوو چي په دغه برخه کي دقانون ماتوونکي به ملت ته وروه پیژنو .
2. د وري دمیاشتي د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو دټاکنو په ترسره کیدلوسره افغانانو خپله  د ولسواکۍ حماسه ، وړتیا او میړانه نړیوالو ته په ثبوت ورسول ، خو په دغه وروستیو ورځوکي هلمندمدني ټولني ته دولایتي شورا یوشمیر نوماندان او عام ولس لخوا یو شمیر شکایتونه رسیدلي دي چي ددې ولایت ولایتي شوراته یوشمیر نوماندان دخپلو لومړینو معلوماتو په اساس په دې پوه سوې چي دولس رایه یې نده خپله کړې اوس مهال هڅه کوي چي له نامشروع لارو ځان ولایتي شوراته ورسوي ، هلمند مدني ټولنه په دغه برخه کي خاصه څارنه کوي او ژمنه کوې چي دا ډول کسان به رسوا او  ولس ته ور وه پیژني .
3. هلمندمدني ټولنه داچي په هلمندولایت کي فعاله ده ټول اولس ته په ځانګړې توګه هلمندیانوته ډاډ ورکوي ، چي دولایتي شورا دټاکنوپروسه او که دولسمشرۍ ټاکني هم دوهم پړاوو ته ولاړه سي پروسه به دشفافیت په موخه تر ورستۍ شیبې پوري وڅاري ، او دهر کس دمدني حقونو ننګه او ساتنه به یې کوي ، او همدې لاري څخه به دهر ډول غیري قانوني ګړنو په وړاندي خپل ږغ پورته کوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery