مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-19   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشراتابه جرگې دمبارکۍ پيغام

زموږ دهيواد وتلی تاريخ پوه پوهاند ډاکترصاحب محمد حسن کاکړ! دخواږ ه ژونداوله علمی،ادبي برکتونوډک عمردپنځه اتيا يمې کليزي د نېکمرغه پسرلی پيل مو مبارک شه! په سويډن کي دد وستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه ،ددې ټولنې ټول غړي اودلته په سویډن بې شمېره افغانان چې ستاسودعلمی هڅو او زيار له برکته موله نامه اوکار ناموسره اشنادي ،ستاسودزېږېدو د۸۵ کليزی په مناسبت ټول تاسوته دزړه له کومی مباره کی،نېکې هيلې اوبې کچې درناوی وړاندي کوي . موږ نه غواړو ستاسوپر علمی اوفرهنگی هڅوپدې پيغام کښي تبصره وکړو،ځکه پوهېږوچې ټول هيوادوال ستاسودنامه سره اشنا دي . موږ يوځل بياهم ستاسو هڅاند او نوښتګر پوهاند ته ، روغ صحت ،دخوښيو اونوروقلمی برياوسره ډک اوږ دعمر درته غواړو . ستاسودژوند د۸۵ کال دنيکمرغه پيل په منابست دمبارکيو،نېکو هيلو اوپيرزوينوسره يوځاي دگېډۍ،گېډۍ گلونوپه وړاندي کولوسره داخبره درته کوو چې پر موږ ټولو گران ياست ،ژندی اوسئ . ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشر حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery