مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دمباره کی پيغام

حبيب الله غمخور
روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان مبارک باد نېکمرغه دې وي د موروياړلې ورځ دامورده چي په يولاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي په سويډن کې مېشتو افغانو ميندو او خويندو ! نن د ۲۰۱۴ ز کال می ۲۵ په سويډن کښي دسويدن دکالهندارې له مخې دمور دورځې په نامه په ټول هيوادکي لمانځل کيږي . په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه تاسو درنو خويندو ،په اوسويډن کښي ټولو اوسېدونکو خويندو اوميندوته دمورددې مقدسی ورځي په مبناسبت دمبارکيو اونيکو هيلو په وژاندي کولو سره تاسو پتمنوته پدې هيوادکښي دهوسا اوب سيا ژوند هيله کوو. مادران وخواهران عزيز ! امروز درکشور سويدن از روزمقدس مادر تجليل بعمل ميايد ،هيئت رهبري انجمن فرهنگی دوستی درسويدن به مناسبت اين روزمقدس وخجسته بهترين وصميمانترين تبريکات خويش رابه تمام مادران وخواهران افغان وهمه مادران که درکشورسويدن زنده گی ميکند تقديم ميدارم . ددې پيغام پوسيله يوځل بيا موږ په افغانستان کي له ملي شخصيتونو،سياسي اوټولنيز سازمانو،مدني ټولنو د بشردحقوقونړيوال سازمان اونورونړيوالو سازمانو باندي ږغ کوو چي په افغانستان اودنړۍ په ډيرو سيموکښي دښځودژوندزورونکی حالت اوددوي انساني رواحقوقوتامين ته جدي پاملرنه وکړي . دښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکي کړنې،په ټولنيز ژوندکښي ددوي دفعال گډون دپرختگ پر وړاندي پاټکونوجوړولو، اوغيرانساني کړنې بايد په ټوله نړۍ کښي له بشری قانون څخه سرغړونه و گڼل شي . افغاني ښځی بايددمنځنيو پېړيوله بنسټپاله تعصوبونواوخرافاتوله منگولوڅخه نجات ومومي اودويته ديوې باشرفه،سپيڅلي، افغاني او مسلماني مور اوخور په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي دنارينه ووسره يوځاي اوږه په اوږه دفعا ل گډون زمينه برابره شي . پرېږدئ چي زموږ انجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتوڅخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي،اقتصادي، فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره برابره اوفعاله ونډه ولري . دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی ، راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړواوددوي دخوښيواو ښېرازيوهر ډول امکانات برابرکړو. ومن الله التوفيق ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې مشرحبيب لله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery