مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پر کنړ د پاکستان د ناروا بريدونو په غبرګون کې د افغان يون غندنليک

غندنليک
 ۳۱.۰۵.۲۰۱۴
 په افغان خاوره د پنجابي ملېشو ناروا بريدونه په هیڅ ډول د زغملو نه دي. له تېرو دريو کلونو راهيسې پر کنړ راکټي بريدونه او په تېره بيا د تېرې شپې هوايي بريد چې پکې ۱۴ تنه افغان وګړي شهيدان شول؛ افغان حکومت ئې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود. افغان ولس پر خپله خاوره او خلکو دا ډول بريدونه په هیڅ ډول نشي زغملای او د خپلې خاورې او خلکو دفاع ته په سر او مال چمتو دي. په دې ډول افغان يون سراسري ولسي خوځښت د افغان ولس په استازيتوب افغان حکومت او اړونده نورو بنسټونو ته خبرداری ورکوي چې:
1. زر تر زره دې د ملي دفاع وزير ګوښه کړي او پر افغان خاوره د تجاوز د نه دفاع په تور دې محاکمه کړل شي.
2. د پاکستان سفير دې احضار او له افغان خاورې وشړل شي. تر بيا سپيناوي دې له پاکستان سره هر ډول ديپلماتيکې اړيکې وځنډول شي.
3. د ملي دفاع کاروان چې له ولسي ځوانانو جوړ دی؛ د ملي ځواکونو تر څنګ د خپلې خاورې او ولس دفاع ته تيار دی. ټول شته امکانات دې په کار واچول شي او د بريدونو غچ دې واخستل شي.
4. نړيوال ځواکونه چې په افغانستان کې مېشت دي؛ د دې پېښو په اړه دې خپل سپيناوی وړاندې کړي. پاکستان چې د دوی له لوري ئې پوځ تمويليږي؛ دوه مخې لوبه تر سره کوي. موږ په افغان خاوره کې د افغان وژنې د لوبې ګډونوال او ننداره کوونکي نه غواړو.

د افغان یون لوړواکې شورا
(ولسپال او هیواد ملګري)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery