مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-10   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دبلوڅو دستر قوم دقامی مشرپه وير دوېرنې پېغام

حبيب الله غمخور
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دخواخوږئ پيغام ! په زياته خواشينۍ مودډله دا يزو رسنيونه خبر تر لاسه کړ چي د بلوڅو قومی مشر او د آذاد بلوچستان د مبار ز سالار نواب خیر بخش مری له فانی نړۍ سره دتل لپاره وداع وکړه . قالو انا الله وانا اليه راجعون . زه ددې غملړلی خبر په اوريدوډير زیات خواشنۍ سوم . ځکه ما دا محترم مشر له نږ دې پيژندی .هغه په رښتيا يوهوښيار اوعالم شخصيت وو . دهغه خيالات سيمه ايز اوقومی نه بلکی دټول افغان ولس دروښانه راتلونکی اوبشپړ افغانستان په هکله ول . دهغه مړينه نه يوازي دبلوڅ قوم بلکې دپښتنو اوپه سيمه کي موږ ټولوته يوه ستره ضايع ده .هغه په رښتيا يولوي شخصيت ،دلوړوافکارو او اندېښنو خاوند مشر وو . موږ پداسي حال کښي چي ددې ملي مبارز دکورنۍ اوغيرتی بلوڅوله ټول ستر کهول اوټبرسره ځانونه پدې ستر غم کي شريک بولو دبلوڅود لوي مشر او بلوڅ قامی او د آذادی بخښونکي جنبش د ملي مبارز نواب خیر بخش کورنې ټولو غړو ،دوستانو اواړوندانوته دزړه صبرپه غو ښتلو دمرحوم روح ته په دعاکولوسره هغه ته دفردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې ښاد اوياددې تل پاتی وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداري په استازيتوب . حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery