مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دهلمند مدني ټولنه غواړی چی د خلګو کارول سوو رایو ته دی درناوی وسی

 
هلمند مدني ټولنه په دویم پړاو ټاکنوکی د خلګو ګډون اړین بولی او له دواړو ولسمریزو ټاکنوکی نوماندانو اود ټاکنوخپلواک کمیسون نه غواړی چی د خلګورایو ته دی درناوی وکړی
هلمند مدنی ټولنی د یوی خبری ناستی پر مهال وویل:- دا چی په هر ډول شرایطو کی د افغانستان ملیونونو کسانو په ټاکنو کی برخه واخیسته او د خپلی خوښی نوماند ته یی رایه ورکړه
 د هلمند مدنی ټولنی مسؤلینو او غړو د یوی خبری ناستی پر مهال د ولسمشریزو ټاکنو له دواړو نوماندانو او ټاکنو کمیسیون له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه څو د خلګو رایو ته درناوی وکړی .
د هلمند مدنی ټولنی مشر سردارمحمد همدرد وایی:ـد افغانستان اوسیدونکو نړیوالو ته دا وښوده چی د ټاکنو په ورځ د خپل راتلونکی د ټاکلو په موخه له  کورونو راووتل او د رای اچونی مرکزونو ته ولاړل.
د نوموړی په وینا چی یو شمیر کسان غواړی څو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنی لاندی راولی او د ټاکنو په وړاندی بیلابیلی ستونزی زیږوی په داسی حال کی چی په لیرو پرتو سیمو کی د امنیتی ګواښونو سره سره خلګو په ټاکنو کی ګډون وکړ.
دوی غوښتنه وکړه چی ؤلسمشریزو ټاکنوکی  له دواړو نوماندانو او ټاکنو کمیسیون څخه غوښتنه کوو ترڅو د خلګو رایو ته درناوی وکړی او هیڅ یو کس ته دا اجازه ورنکړی څو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنی لاندی راولی .
پر همدی مهال د مدنی ټولنی فعالانو او غړو هم په خپلو خبرو کی د خلګو رایو ته د ارزښت ورکولو غوښتنه وکړه .
د مدنی ټولنی دغه غړی او فعالان وایی:-د افغانستان اوسیدونکو د ولسمشری په دوهم پړاو ټاکنو کی د ولسواکی او ډیموکراسی په چوکاټ کی د هیوادنی مینی له لاری د قومی او ژبنی تعصباتو دیوالونه مات کړه او ټولو د خپلی خوښی نوماند په ټاکلو کی د رای اچونی مرکزونو ته ولاړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery