مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د روژې د مبارکی میاشتی د تقدس په خاطر په هیلمند کی د فوري اوربند غوښتنه

 

د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني مشر داکتر فاروق أعظم د افغانستان د حکومت او د طالبانو د اسلامی تحریک له مشرانو څخه په ټینګه غواړي چی د روژی د مبارکی میاشتی د تقدس په خاظر دواړي خواوي په هیلمند کی فوري اوربند اعلان کړي او د جکړو څخه بیځایه سوي بیچاره خلک پریږدی چی خپلو کورونو ته ولاړ سي څو نور زیات په دغه سخته ګرمي او د روژې په اوږدو ورځو کی د جنګ په لمبو کی ونه سوځي. د خدای (ج) په لحاظ ددغه سیمي پر سیاه سرو، بوډاګانو، ماشومانو او عام ولس د دغه مبارکی میاشتي په سبب د اوربند په اعلان سره ترحم وکړی. درناوی

فاروق اعظم
  د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني مشر
 ۷ کابل - چنګاښ ۱۳۹۳ هش

تلفون: ۰۷۰۳۵۵۰۰۸۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery