مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

منزل ته ورسا وه

اټک يوسفزی

 مونږ بدرګه کړو مونږ جانان منزل ته ورسا وه
 مونږ يوه هيله يو ارمان منزل ته ورسا وه
 مونږه خطر مونږه پېغور مونږه تهمت ومانه
 مونږ بلاګانو کې انسان منزل ته ورسا وه
 مونږ ورته لویه لنګوټه د خپل بابا پر سر کړه
 د سر په بيعه مونږ کاروان منزل ته ورسا وه
 اوس ورته ګورو چې زموږ په ارادو څه کوي
 مونږه خپل مشر په ايمان منزل ته ورسا وه
 مونږ ورته سپر شو مونږه وساته د اور لمبو کې
 مونږه په وينو د خپل ځان منزل ته ورسا وه
 مونږ د وطن په خاطر ملا ورسره وتړله
 مونږه په حيث د يو افغان منزل ته ورسا وه
 خدای دې درواغ کړي خدای دې نه کړي چې بيا ووايوو موږ
 چې مونږ اوږو باندې شيطان منزل ته ورسا وه
 مونږ په رڼا ورځ دښمنانو باندې مور بوره کړله
 مونږه له هرې خوا ميدان منزل ته ورسا وه
 مونږ تر اټکه په يوه چيغه خپل وروڼه ويښ کړل
 مونږ لر او بر افغانستان منزل ته ورسا وه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery