دخپریدو نیټه : 2014-08-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم بیا د ټاکنیز بهیر د تحریم ګواښ وکړ
احمد فیصل
د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یو ځل بیا د ټاکنیز بهیر د تحریم ګواښ وکړ. د دغه ټیم د تخنیکي ډلې مشر فضل احمد معنوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل که یې تر سبا یو لړ تخنیکي غوښتنې و نه منل شي د تفتیش له بهیر سره به پرېکون اعلان کړي. معنوي ملګري ملتونه هم تورن کړل چې له دوی سره پر کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی. تر دې وړاندې هم د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مخالفت څو ځله د تفتیش بهیر د ځنډ سبب شوی دی.