مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دسنګین ولسوالۍ جګړه یوځل بیا پیل او خلک یې په ستختو ستونزو کي دي .

هلمند مدني ټولنه

هلمند مدني ټولني ته لسګونه کسان دسنګین ولسوالۍ څخه دخپل احتجاجي ږغ د پورته کیدو په موخه راغلي وه .
دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکو او قومي مشرانو ویل چي دتیري شنبې راپه دیخوا دسنګین په ساروان کلا کي یوځل بیا درنه جګړه پیل سوې ده .
هغوی ویل چي په دغه جګړه کي چي ددواړو خواوو څخه پیل سوې ده او خورا په شدت سره دواملري ترمنځ یې ولسي خلک وژل ، ټپيان او سخت زیانمن کیږي .
دغه خلکو په خپلو خبرو کي پردولت سخته نیوکه وکړه چي څو ورځي وړاندي یې په سنګین ولسوالۍ کي خپل عملیات ودرول او هغه ددې لامل سوه چي یو ځل بیا جګړه پیل سي ، کچیري دولت دغه سیمي ټولي دوسلوالو مخالفینو څخه پاکي کړي وای یو ځل بیا به جګړه نه پیل کیده .
دسنګین دخلکو په خبره دولت دتیرو څوکلونو راپه دیخوا ندی توانیدلی چي دوی ته دښه ژوند کولو لپاره زمینه برابره کړي ، دامنیت ، بیارغوني ، زده کړي او روغتیا هغه ستونزي دي چي دولت پکي پاته راغلی دی .
دوی پر مرکزي دولت ږغ وکړ چي دتیروڅوکلونو راپه دیخوا ددوی دستونزو پرحل ندی توانیدلي نو له همدي امله نور ددوی پر ژمنو باور نلري ، که دولت غواړي چي په سنګین ولسوالۍ کی امنیت راسي نو په ټولو دولتي برخوکي دي په پوره امکاناتو دسنګین خلکوته حاضرسي .
دسنګین جګړیزي ولسوالۍ خلکو ژمنه وکړه چي په سنګین ولسوالۍ کي نور دغه حالت ورته دزغملوندی چي هره ورځ مړي ښخه وي ، ټپیان روغتونوته وړي ، کورنه یې ورانیږي او دسیمي پریښودل یې معمولي ژوند ګرځیدلی دی ، په همدې اساس که دولت جدي پاملرنه ورته ونکړي دوی به خپل لاریونونه پیل او ترهغې به دواملري ترڅو چي ستونزه یې حل کیږي .
دسنګین دخلکو په خبرو کي ډیری شکایت په امنیتي برخه کي دعامه نظم او ملي اردو دځواکونو څخه وو چي په سنګین کي  جګړه نکوي او یوازي خپل وخت تیره وي .
هلمند مدني ټولنه پر افغان دولت او په ځانګړې توګه پر دفاع او کورنیو چارو وزارت ږغ کوي چي دهلمند امنیتي حالت او په خاصه توګه دي دسنګین جګړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
هلمند مدني ټولنه دخپل مدني حرکتونو له لاري دخپل ولس سره په ټولو ستونزو کي دحل په موخه همغږې ده ، ترڅو ددې ولایت ټولو چاروته پاملرنه وسي .
دسنګین جګړه دټول هلمند او په ځانګړې توګه دشمالي ولسوالیو لپاره مهمه بلل کیږي ، خو مرکزي دولت دنه پاملري له امله په لوی لاس سنګین دجګړې په میدان بدلوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery