مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پر بې کیفیته نفتي توکو د بندیز پر ځای مالیه لوړېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان د وزیرانو شورا د مالیې، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو او د سټنډرد ملي ادارې هغه طرحه تصویب کړه، چې له مخې یې سوداګر کولای شي چې د ډیزل او پټرول تېلو پر دوو نوو ټاکل شوو مارکونو سربېره، د پخواني مارک لرونکي تېل هم وارد کړي. د وزیرانو شورا د ۱۳۹۲ کال په سلواغې میاشت کې د پټرولو (A-80) او د ډیزلو (L.5-62) مارک لرونکو تېلو پر واردولو بندیز ولګاوه او د دغه مارک پر ځای یې د پټرولو لپاره A-90 او د ډیزلو لپاره L.02-62 نوی سټنډرد غوره کړ. وزیرانو شورا دغه ګام وروسته له هغې پورته کړ، چې یو شمېر سوداګرو هېواد ته د بې کیفیته توکو پر واردولو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه یې د دغه ډول تېلو د بندولو غوښتنه وکړه. سوداګر وايي چې د پخواني مارک لرونکي تېل د افغانستان د چاپېریال او شرایطو لپاره وړ نه دي او د هوا د ککړتیا لامل کېږي. وزیرانو شورا تر یادې پرېکړې وروسته سوداګرو ته دوه میاشتې وخت ورکړی و، تر څو په بهر کې پېرل شوي تېل هېواد ته وارد او د نویو قراردادونو له کولو ډډه وکړي. خو دغې پرېکړې عملي بڼه خپله نه کړه بلکې تر دوو میاشتو وروسته هم دغه تېل واردېدل او لا هم واردېږي. خو د وزیرانو شوار وړمه ورځ په خپله غونډه کې یو ځل بیا پر دې مسئلې بحث وکړ. هغه طرحه چې د مالیې، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو او د سټنډرډ ملي ادارې له خوا جوړه شوې ده، راغلي چې د ګمرکي تعرفې په توپیر سره سوداګر کولای شي چې څلور واړه مارک لرونکي تېل وارد کړي. په یاده طرحه کې ویل شوي، هغه توريدوونکي چې A-80 مارک پټرول او د L.05-62 مارک ډيزل له بهر څخه واردوي په سلو کې دڅوارلسو ګمرکي محصول په ورکړې او هغه سوداګر اوشرکتونه چې له A-90 مارک څخه پورته A-92 A-95 او A-98 پټرول او L.02-62 مارک او له دې څخه لوړ ډيزل واردوي، په سلو کې ۱۲ سلنه ګمرکي محصول په ورکړې مکلف دي. د پرېکړې له مخې، سوداګر کولاى شي چې L.05- 62 ډيزل تېل د روان مالي کال ترپاىه پورې د دغې طرحې له لومړي بند سره سم وارد کړي اوله هغه وروسته به د دغو تېلو د واردولو په اړه د سوداګرۍ اوصنايعو دوزارتاجازې ته اړتياوي. په یاده طرحه کې دغه راز یادونه شوې، چې په هېواد کې د پانګونې او ملي صنعت د هڅونې او د کورنيو فابريکو او چاڼ خونو د جوړولو په موخه دې د A-80 پټرول او L.05-62 ډيزلو توليدات چې له ملي سټندردونو سره سم په داخل کې چاڼ او تولیدېږي، د افغانستان د ستندرد ملي ادارې له تایيد وروسته دې بازار ته وړاندې شي. وزیرانو شورا همدا راز د سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ته دنده سپارلې چې په بندرونو کې له بهر څخه واردېدونکي نفت او چاڼ خونې له منل شویو معیارونو سره سم پر خپل وخت وڅاري. په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د بهرنیو اړیکو مسئول اذرخش حافظي وايي چې حکومت له سوداګرو سره په دې برخه کې په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغی او د یو شمېر کړیو د فشار په پایله کې یې د وزیرانو شورا ۴۵ ګڼه مصوبه عملي نه کړه. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، هر څومره چې ملي نورمونه او سټنډردونه لوړېږي، هغومره د چاپېریال ساتنې او د خلکو د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي. دی وايي، A-80 او L-05 که څه هم کیفیت یې ټیټ دی، خو افغانستان ته په زیاتره واردېدونکو دغه ډول تېلو کې یو ډول مواد ګډېږي، چې د روغتیا او چاپېریال لپاره مضر دي. حافظي د حکومت له خوا پر ټیټ کیفیت تېلو د ګمرکي تعرفې لوړولو ګام وستایه او زیاته یې کړه چې دا به هېواد ته د با کیفیته تېلو د واردولو په برخه کې سوداګر وهڅوي. د وزیرانو شورا د نوې پرېکړې له مخې هغه سوداګر چې A-80 او L-05 پټرول او ډیزل تېل واردوي، ۱۴ سلنه ګمرکي محصول او هغوی چې تر دې په لوړ معیار تېل واردوي، ۱۲ سلنه ګمرکي محصول به ترې اخیستل کېږي. ښاغلي اذرخش حافظي که څه هم پخواني تېل دومره مضر ونه بلل، خو ټینګار یې وکړ چې حکومت باید په همدې نوم د هغو تېلو د واردولو مخه ونیسي، چې له عراق او ایران څخه واردېږي او یو ډول مضره سون توکي په کې ګډېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery