دخپریدو نیټه : 2014-09-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امنیت شورا د ملي پروژو د امنیت پر تامین ټینګار کړی
احمدفیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د ولسمشر کرزي په مشرۍ د امنیت شورا امنیتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې د ملي پروژو د امنیت په خاطر جدي تدابیر ونیسي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د ملي امنیت شورا د کانونو وزارت د وړاندیز له مخې د شمال د نفتي حوزې او د عینک د مسو کان د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
د امنیت شورا د غونډې ګونډوالو د امنیتي سکټور وزارتونو ته دنده سپارلې ده چې د ټولو ملي پروژو په ځانګړي ډول د شمال د نفتي حوزې، سلما بند او د عینک د مسو کان امنیت ټینګ کړي.
دغه راز سپارښتنه شوې چې د عینک د مسو کان د ساتنې لپاره د ځانګړې قطعې سرتېري چې نورو ځایونو ته لېږل شوي دي بېرته خپلې قطعې ته راوګرځول شي.
د هېواد په کچه یو شمېر سترې ملي پروژې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.
په لوګر کې د مس عینک پروژه چې د استخراج تړون یې چینايي شرکت ته ورکړل شوی له امنیتي ننګونو سره مخ ده.
دغه راز په لوېدیځ ولایت هرات کې د اوبو او برېښنا ستر بند سلما په شاوخوا سیمو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
دغه بند چې د هند په مالي مرسته جوړ شوی د هېواد په کچه یو تر ټولو ستره پروژه بلل کېږي چې په وروستیو ۱۳ کلونو کې پلې شوې ده.