مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کاپیسا اوسېدونکي: د نوي ولسمشر په راتلو سره د دولتي مامورينو فعاليت ښه شوى

احمد فیصل
د ولسمشر اشرف غني له خوا د وروستيو اقداماتو له امله د کاپيسا ولايت په دولتي ادارو کې کارونه ښه شوي او مامورين پر وخت خپل کارونه ترسره کوي. ولسمشر غني د دندې له پيل سره سم له واليانو، امنيتي مسوولينو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره ناڅاپه ټيلېفوني اړيکې پيل کړې، له څرخي پله زندان څخه يې ناڅاپي ليدنه وکړه، په ارګ کې يې هم ځيني اصلاحات راوستل. د ولسمشر د دغو اقداماتو له امله په کابل او يو شمېر ولايتونو کې دولتي مامورين وېرېدلي او اوس خپلې دندې نه يواځې په سمه توګه ترسره کوي، بلکې پر وخت خپلو دندو ته ځي. په دې وروستيو کې د کاپيسا په مرکز کې هم د دولتي ادارو په مامورينو کې دا ډول وېره خپره شوې چې ولسمشر په ناڅاپي توګه اړيکې نيسي او سفرونه کوي، نو پر همدې اساس د کاپيسا په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو کې مسوولين او کارکوونکي خپلو کارونو ته حاضر وي او د رسمي ساعت تر پايه خپله دنده ترسره کوي. د کاپيسا د مرکز محمودراقي ښار يو اوسېدونکى محمداجمل وايي چې د ولسمشر کيسې افسانوي بڼه خپله کړې ده. هغه پژواک اژانس ته ويلي: ((هره ورځ نوې خبره اورو چې نن ولسمشر دا اقدام وکړ، دا ډول خبرې د خلکو په زړونو کې ځاى پيدا کړى دى.)) د نوموړي په وينا، پخوا به په دولتي ادارو کې مامورينو د خلکو کارونه پر وخت نه خلاصول او نه هم په خپله پر وخت حاضرۍ ته راتلل، خو اوس هر څه بدل شوي دي. ده زياته کړې: ((اوس مامورين کوښښ کوي چې د خلکو کارونه سم او په بېړه ترسره کړي؛ ځکه چې په اړه يې بيا شکايت ونه شي.)) د خيبر په نوم د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي چې په دې ولسوالۍ کې هم د خلکو په منځ کې د ولسمشر محبوبيت ډېر شوى دى. هغه زياته کړې: ((د ولسوالۍ خلک د خوښۍ، غم او په نورو مراسمو کې د ولسمشر په اړه افسانوي کيسې کوي، له روغتون او زندان څخه د هغه ناڅاپي ليدنې يادوي او د هغه د نورو اقدامات ستاينه کوي.)) د هغه په وينا، خلک دا هم وايي چې ولسمشر د کاپيسا تر څنګ د ولايتونو او ولسواليو د چارواکو په اړه معلومات ترلاسه کړي او ډېر ژر به يې په اړه پرېکړې وکړي. د کاپيسا د مرکز د اړوکو سيمې اوسېدونکى فيض محمد وايي چې اوس هلکان هم په ښوونځيو کې غير حاضري نه کوي او وايي چې که ولاړ نه شي، نو ولسمشر ټول غير حاضروي. د شفيقې په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکې وايي چې د ولسمشر په اړه د دغو افسانوي خبرو تر خپرېدو وروسته د نورو دولتي ادارو تر څنګ په روغتون کې د ډاکټرانو او نرسانو چلند له ناروغانو سره ښه شوى او اوس په روغتون کې درمل هم پيدا کېږي. د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى هم وايي چې د ولسمشر غني په اړه له نوو کيسو دى هم خبر شوى او د دغه ولايت د هر وګړي په خوله کې همدا خبرې دي. هغه ويلي چې تر يادو کيسو وروسته د نورو ولايتونو تر څنګ د دغه ولايت مامورين هم اوس نه يواځې خپل کار ته پر وخت راځي، بلکې د خدماتو په عرضه کولو کې يې هم ښه والى راغلى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery