دخپریدو نیټه : 2014-10-30 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني: موخه مو په سیمه کې د همکاریو په بستر باندې د افغانستان بدلول دي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي افغانستان د سیمې د دری میلیارد نفوس تر منځ پروت دی او د دغه شمېر افرادو پیوند د نوي افغان حکومت د بهرني سیاست لپاره مهم دی. ولسمشر چې پرون تر غرمې وروسته یې په چین کې د نړیوالو څېړنو به انستېتیوت کې خبرې کولې وویل چې د افغان حکومت اصلي موخه په سیمه کې د همکاریو په بستر باندې د افغانستان بدلول دي. د ولسمشر په باور افغانستان دا بالقوه توانایي لري چې په دغه سیمه کې پر یوه څلور لارې او ځمکني پل بدل شي.