دخپریدو نیټه : 2014-12-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په هلمند کې د کابل بانک په څانګه کې چاودنه شوې
احمد فیصل
څو شېبې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کابل بانک په څانګه کې چاودنه وشوه. د پېښې عيني شاهدانو وويل چې څو تنه وسله وال دغه بانک ته ننوتلي او تر چاودنې وروسته يې د ډزو غږونه هم اورېدلي دي.
ولايتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.