مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوخت مدیریت :

محمد شفیق حقپال


 
آیا تاسو خپل وخت په ښه ډول سره اداره کوی ؟ که تاسو هم دخلکو غوندې یاست نو ځواب به مو مثبت نه وي.
شاید دستومانی احساس کوی ، ډير کارکوی ، یا ډیر لوست لولې ، یا شاید په خپل ‌ذهن کې له یوه بحران څخه دبل بحران په لورې ځې ، یا هرڅه درنه ورک وي نه پوهیږې څه وکړې ، یاهم همداسې په خپل سر روان یې ...

ډیر موږ اوتاسې همداسې روان یو او پرته له دې چې دخپل وخت په هکله فکر وکړو او هغه په ښه توګه اداره کړو او مدیریت یې وکړو ژوند کوو ، لازمه ده چې دخپل وخت نه دښې ګټې اخستو لپاره یوڅه فکر وکړو او هغه په ښه توګه اداره کړو یا په اصطلاح مدیریت یی وکړو څو چې وخت مو ضایع نه شي او له هغه نه په ښه او ګټوره توګه ګټه ترلاسه کړو.
لاندې مشورې پام کې ونیسی:
دخپلو کارونو لپاره یو لست جوړ کړی او په هغو کې دمهمو کارونو بیا دلږ مهمو او عادی کارونو لپاره مهال وټاکی .
آیا ستاسو نه خوښېږي چې په دې پوه شی چې شپږ مېاشتي وروسته یو کال وروسته او یا لس کاله وروسته چیرته او څه ډول واوسی ، که ددغو پوښتنو لپاره ځوا ب نه لري نو اوس ددې وخت دي چې ځواب ورته ترلاسه کړی .
خپل هدفونه په واضح او صریحه توګه وټاکی او وخت ورته مشخص کړی . داسې هدفونه وټاکی چي اندازه شي او داسې هدفونه وټاکی چې دترلاسه کېدو امکان یې وي، دغه راز واقعي وي او ددواړو دنیاوو په درد دې وخوري په تیره بیا ستامسلمان اصلي هدف چې دالله ج رضا ده دهغه لپاره وي .وخت یا زمان هغه سرچینه ده چې دټولو په واک کې الله ج په یوه اندازه ورکړی ، دغه ارزښتناکه سرچینه ستاسو دبری او یا نه بري سرونوشت ټاکي ، هغه پروګرام یا برنامه چې وخت مو ورته نه وي تاکلی لږ کیدای شي عملي شي ، ځکه انسان په طبیعی ډول داسې یو موجود دی چې په ‌ذاتي ډول خپل کارونه شاته غورځوي نو ځکه هم باید خپلو چارو ته وخت معین کړی ، یعني چې په دومره وخت کې باید دغه عمل یا دغه چاره سرته ورسوی.
دخپلو کارونو لپاره ډېر مهم او عاجل کارونه دخپل پروګرام په سرکې راولی او ورپسې همداسې مهم کارونه او لږ مهمو کارونو ته مو وخت وټاکی.
زموږ ډیروخت په تصادفي کارونویا داسې چارو تیریږي چې موږ ورته مخکي له مخکې برنامه نه لرو او دا کارونه دومره مهم هم نه دی، دبیلګې په ډول زموږ ډیر وخت په پوښتنو او احوال نیوني تیریږي ، داسې هم نه ده چي موږ له دوستانو سره خبرې ونه کړو یا هغوی سره اړیکې ونه ساتو بلکې خپلې اړیکې ګټورې او دوخت په اساس وټاکو له هغو کسانو سره ناسته پاسته او ډیرې اړیکې چې نه مو دنیا ته ګټه لري او نه هم آخرت ته لږه کړو او له خپل لست څخه یې لرې کړو که دا اړیکې په مستقیمه توګه وي یا بالواسطه د تیلفون یاهم د فیسبوک او نورو لارو نه کیدای شي له سره غور پرې وکړی . په دې توګه به مو ډیر وخت ځان ته سپما کړی وي خو هو هیرنه کړی چې له باران څخه ناوې ته کښېننی یعنې چې په نورو بې ګټو چاروبوخت نشي بلکې خپل دغه وخت مثبتو او ګټور کارونو ته ورکړي چې یا مو ددنیا حلاله ګټه په کې وي او یاهم دآخرت ګټه .
خپلې یو شمېر چارې شاته واچوي ، معمولاْ که موږ دخپلو ځینو چارو لپاره وخت ټاکو او هغه سم نشو اجراکولای او ترې تیریږو ښه داده چې ددې پرځای چی بل وخت ته هغه چارې معطلې کړو نو لږ وخت ورته ورکړو حتی که لس دقیقي هم وي .
کله ناکله موږ د نه ویلو توان نه لرو که چیرې تاسو ډیر کارونه په غاړه اخستی او چاته نه نشی ویلای نو داکار ناسم دی ځکه دخپل توان په اندازه مسؤلیت باید واخلو او هغه کارونو ته چی توان مو نه رسیږي نه! ووایو په دي توګه به هم ستاسو وخت نه وي ضایع شوی اوهم به مو دخپل تشویش او اندیښنې لاره بنده کړې وي.
دستومانتیا په وخت کې کله کله یو شمیر خلک فکر کوي چې ډیر کار کول چې ستوماني ورسره مله وي ګټور به وي حال داچې داسې نه ده ، هغه کار ښه دی چې موثر او ګټور وي تردې چې ستومانه کوونکی او مؤثر نه وي ، په دې هکله ښه فکر وکړي یو شمیر خلک غواړی یواځې مصروفه واوسي او فکر کوي چی ما له خپل وخت نه ښه ګټه واخسته او مصروفه وم داسې نه ده ، ښه مصروفیت هغه دی چې ګټور وی ، بې ګټی مصروفیت تاوان لري او ستاسو دتفریح وخت نیسي، زیار وباسی ګټور مصروفیت ولری او خپل وخت ګټور و کارونو ته ورکړی .
څوکارونه په یو وخت کې مه کوی ، مثلا احمد غواړي خپل ایمیلونه ځواب کړي او په همدې توګه په تیلفون کې هم له خپل یوه دوست سره خبرې کوي په دې توګه دی فکر کوي چې له وخت نه یی ښه ګټه ترلاسه کړی او دوه کاره یې په یوه وخت کې کړي . په داسې حال کې چې داسې نه ده هغه یو بې کیفیته کار کړی ، هغه متل دی چې وایی دوه هندواڼې په یوه لاس کې نه نیول کیږي .

استراحت او دمه ضروري وي ، شاید وکولای شي لسو نه تر اتو ساعتونو پوری لوست ولولی یا هم کاروکړی خو دا امکان نه لري چې په دومره وخت کې په خپله چاره کې متمرکزه پاتې شي یعنې نه شي کولای چې با کیفیته لوست ولولی یا ښه کار وکړی نولازمه ده چې دکار او چارو په مینځ کې استراحت ولری ، دغه استراحت ستاسولپاره دوخت ضیاع نه ده بلکې دچارو دباکیفیته کولو لپاره یو فرصت برابروي.
له خپلو بیولوژیکي امکاناتو نه اضافه خپل پلان مه جوړوی هرڅوک دخپل ځان لپاره ځانګړني لري ، زموږ روغتیایی حالت ، دعمر او عادت توان او نور خواص یو له بل سره فرق لري دخپلو امکاناتو او توان په کچه دځان لپاره برنامه جوړه کړی او کار وکړی په دې توګه به مو له وخت څخه ګټوره استفاده کړې وي که دخپلو امکاناتو او توان نه اوچت کاروکړی ، تیروتنه به وکړی او پرځان فشار راوړي او دابه دراتلونکي لپاره دکارکولو توان له تاسوواخلی.
کوښښ وکړه زده کړه هغه کارونه چي مجبور یی ترسره یې کړې له هغو نه خوند واخله که هرڅومره ورسره په تنګ شې تا نور هم ستړی کوي او که دخوند اخستو فکر درسره وي کار به درته آسانه شي .
زیار وباسی چې خپلو کارونو دزړه له کومې ترسره کړی ، ددی لپاره یو کار مه ترسره کوي چې تاسو مجبوره یی هغه ترسره کړی ، باید په خپل کار باور ولري او داسې کار وکړی چې ستاسو له فکر عقیدې سره متناسب وي او په تیره بیا دآخرت دګټې فکر په کې وي په دې توګه که څومره ستونزمن کار وي تاسو ورسره نه ستړی کیږي. دبېلګې په توګه که یو څوک مجبور وي چې زندان تیرکړي نو دخلاصون لار نشته پرته له دې چې خپل نیت سم کړي او دالله ج په مقدراتو راضی شي او دغه ټول زحمت دآخرت دګټې په خاطر پرځان قبول کړي، نو په دې توګه به یی هغه دزندان زحمت راکم شي او دده روحي فشار به ترډیره بریده له مېنځه ولاړشي.
په یاد ولري چې دخوښی دلاسته راوړو او له وخت نه دښې ګټه اخسستو لپاره باید تمرین هم وکړو ، دخوښۍ تمرین مهم دی ، اجازه مه ورکوه چې نور ستادخوښۍ لپاره تصمیم ونیسي بلکې ته خپله ځان خوښ کړه .
کله چې دیوه کار داجرا کولو لپاره تصمیم نیسې په دې ډیر فکر مه کوه چې زما ګټه په کې څه ده بلکې فکر وکړه چې زموږ ګټه په کې څه ده یعنې چې له شخصي ګټو نه دامت ګټې اوچتې وګڼه .
که په کارونو کې له ستونزو سره مخ شوې یا ناخوالې درباندې راغلې مه مایوسه کېږه ځکه ارزښتمنې لاسته رواړنې همداسې وي او ډیر مزد ډیرکار ته اړتیا لري ، ستر بریالیتوبونه او غټ غټ اجرونه دزحمتونو او ستونزو په لمن کې وي. په دې فکر کې اوسه چې ستونزې او زحمت موږ ځواکمنه وي او دبري لپاره ښه تمرین راپه برخه کوي.
خپله اراده قوي لره نن ورځ یې پیل کړه او همدانن ورځ دراتلونکي نوي بري پیل وګڼه .

غرور او کبر هیڅ وخت خپل لوري ته مه پریږده ، ځکه غرور دې هم خپل ځان ته تاوان ده او هم نورو ته .
لنډه داچې خپل وخت دالله لپاره وګڼه او نیت دا ونیسه چې ستا هرلحظه ، هرشیبه ، هرساعت ، هره ګړی ، که په خوب تیریږی یا په ویښه ، که هغه په خوښي تیریږي یا په ناخوښی ، که هغه په درد تیریږي یا په خوند دالله لپاره یې کړه او دهغه په محبت او مینه کې یې تیره کړه ، په دې صورت کې به هم بریالی یی او هم به دې له خپل وخت نه ګتوره استفاده کړې وي. که چېرې ته الله ج ته وړاندې کېږی هغه څو برابره تا ته وړاندې کېږي ، که ته هغه یادوې هغه تایادوي ، که خپل ژوند دهغه لپاره کوې هغه یې قبلوي او دژوندشکر هم همدادی نوبیا چې نیت داسې وي ، ددنیا وخت مو بریالی دی او انشاالله هدف ته هم پرې رسیږو ، له دې پرته مو دژوند حق نه دی ادأ کړی او نه به مو خوښي په برخه وي او نه به مو له خپل وخت نه ګټه ترلاسه کړې وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery