دخپریدو نیټه : 2015-03-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په تاجکستان کې نن پارلماني ټاکنې کېږي
احمد فیصل
د تاجکستان هېواد د ټاکنو مسئولین وایي، له اتو سیاسي ډلو څخه د ۲۸۸ کاندیدانو نومونه راجستر کړي دي. دوی به د پارلمان د ولسي جرګې د ۶۳ څوکیو لپاره سیالي وکړي. تمه کیږي چې د ولسمشرامام علي رحمانوف د خلکو دیموکراتیک ګوند به ګټونکی وي. د اوسنۍ واکمنې ډلې عمده سیال د اسلامي نهضت ګوند دی چې په منځنۍ اسیا کې یوازیني رسما راجستر شوی ګوند یادیږي.