دخپریدو نیټه : 2015-03-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چاودنې په ننګرهار کې دوه زده کوونکي وژلي
احمد فیصل
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ښوونځي دوه ماشوم زده کوونکي وژلي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د دویمې ناحيې اړوند د فارم هډې تر څنګ د پل شکسته په سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه بوشکه کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له امله د ښوونځي دوه ماشومان وژل شوي او يو بل تن ټپي دى.