دخپریدو نیټه : 2015-03-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کابل ښار ټولو امنیتي حوزو ته نوي آمرین وټاکل شول
احمد فیصل
د كابل امنيه قوماندانۍ د كابل ښار د ټولو امنيتي حوزو آمرين له دندو ګوښه او پر ځاى يې نوي كسان ټاکل شوي دي. د كابل امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي نن په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د امنیتي حوزو د امرینو په ګډون ټول ۲۷ تنه امنیتي چارواکي له دندو ګوښه شوي او پر ځاى يې نوي كسان ټاكل شوي دي. د كابل ښار د ټولو امنيتي حوزو امرين په داسې حال كې له دندو ګوښه كېږي، چې په وروستیو کې په ښار کې د جنايي جرمونو د ډېروالي په اړه د کابل ښاریانو شکایتونه ډېر شوي دي.