مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: په غزني کې ۸ وسله وال وژل شوي

احمد فیصل
چارواکي وايي، په غزني کې اته وسله وال وژل شوي او په پکتيکا کې د وسلو او مهماتو درې پټنځايونه کشف شوي دي. د ٢٠٣ نمبر تندر قول اردو قوماندانۍ چارواکي وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې په غزني ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې ٨ وسله وال مخالفين وژلي او څلور ټپيان کړي دي. د يادې قول اردو د عامه چارو امريت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان يې د غزني د اندړو ولسوالۍ د بشي او غلام صديق په کليو کې د نصرت په نامه د ګډو عملياتو په لړ کې وژلي او ټپيان کړي دي. د سرچينې په حواله، دغه راز نهه موټر سايکلونه او يو فلاينکوچ موټر چې له چاودېدونکو توکو بار وو، د دوى د پرسونل له خوا د اندړ ولسوالۍ په ګبري کې سوځول شوي دي. يوه بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست وايي، په پکتيکا کې يې د وسلو او مهماتو درې پټنځايونه ترلاسه کړي او په تړاو يې درې تنه نيولي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery