مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له تاريخه يې بايد زده کړو!

ميراغا ملت مل شېرزاد‎

 

 


د انسان په ژوند کې د تاريخ زده کړه د زده کړو څخه د يوې ارزښتمنې زده کړې په توګه پيژندل کېږي او انسان ته د تير ژوند لاسته راوړنې په ډاګه کوي او هغه ټولې خطاياوې، چې د يوې سيمې او يو هېواد اوسيدونکي ورسره مخ شوي، په ډاګه کوي.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم د تاريخ په اوږدو کې د لوړ پوړو او ټيټ پوړو چارواکو څخه کمې لاسته راوړنې او زياتې خطاوې تر سره شوې او ډېرې زياتې موقعې يې له لاسه ورکړي. اوس هم هغه وخت دی، چې نږدي يوه بله لويه تيروتنه ترسره شي، چې بيا يې جبران په لسګونو کلونه غواړي او افغانستان به په يو ورکه لاره روان کړي، چې وګړي به يې له لوږې، هجرت او بدبختۍ په تغر کښېنوي. راځئ هېواد والو له تاريخه يې زده کړو، چې په تيرو دورو کې زموږ په ځپلو کې کومو هېوادونو او کومو عناصرو برخه اخستې وه؟ راځئ چې هغه خطاګانې چې په يو او بل نوم مو ترسره کړې بيا يې تکرار نه کړو او خپلې مټې د نظام جوړولو او اصلاح کولو لپاره راونغاړو، خپل دولت سره همکار واوسو چې د يو هوسا ژوند درلودونکي او د خپل نظام خاوندان شو.
د ټولو افغانانو دا يوه مهمه او اړينه دنده ده، چې د تاريخ تيرو تيروتنو ته ځير شي او مخه يې ونيسي. د دې لويو تيروتنو څخه يوه مهمه تيروتنه چې موږ بايد بيا غلط نه شو، هغه دا چې زموږ د نظامونو په بدلولو کې نورو هېوادونو برخه اخستې او د ډېری مشروع نظامونو په وړاندې يې ډول ډول دسيسې جوړې کړي او په يو او بل نوم يې زموږ په لاسونو له منځه وړی. دويمه لويه تيروتنه دا ده، چې زموږ زياتره هېواد وال د نظام په ټينګښت کې بې تفاوته پاتې کېږي او په هغه لارو چارو کار نه کوي، چې د نظام د غښتلتيا سبب ګرځي. بله لويه تيروتنه دا ده، چې په تير تاريخ کې زموږ هېوادوالو په ځانګړي ډول لوړپوړو چارواکو د څوکۍ لپاره د نظام د بدلون هڅه کړې او ډېرې لاسته راوړنې يې له لاسه ورکړې، چې له امله يې موږ اوس خپل نظام، خپل حکومت او خپل اقتصاد نه لرو او خپلواکي مو له لاسه ورکړې. که موږ غواړو چې موږ دې يو خپلواک هېواد او يو غښتلی نظام ولرو، د هېواد ټول وګړي بايد دې ته ځير شي، چې د تاريخ منفي تيروتنې بيا تکرار نه شي.
په موجوده نظام کې به ډېرې ستونزې وي، خو زما غوښتنه دا ده، چې هغه څوک چې غواړي په دې نظام کې بدلون راشي بايد خپله ورسره مرسته وکړي او کومې تيروتنې چې يې کړې وي هغه ورته په ګوته کړي او د ملي وحدت حکومت دې د افغانستان لپاره ګواښ نه بلکې دا هم د افغانستان لپاره يوه ستره موقعه ده، چې بايد حمايت يې کړو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery