مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټلیفون او موبایل

 

راټولونکی : سحرګل سحر


د ټلیفون تعریف : ټلیفون داسي وسیله ده چي غږ لیري او نږدې سیمو ته انتقالوي .
په لسمه پیړۍ کي زیاتي اختراعګاني د ارتباطاتو او رسنیو په برخه کي رامنځته سوې ، لکه عکاسي ، سینما، چاپ او داسي نور چي د خلکو په ژوند کي یې ستر بدلون راویست  خو ډېره مهمه اختراع ټلیفون او تلګراف وؤ چي د چټکو ارتباطاتو اړیکه یې له لیري سیمو سره رامنځته کړه ، ټلیفون له دوؤ کلمو څخه جوړ سوی دی چي (Tele) د ویلو او (Phone) د غږ په مانا دی .
د هیواد لومړنۍ د ټلیفون دستګاه د مسي سیمي لېن په واسطه د امیر حبیب الله خان او دهغه د ورور نصرالله خان د استوګنې په ځای کي دیو کیلو متر په اوږدوالي فعالیت کاوه او بل لېن یې دامیر د استوګنځي او دهغه وخت ترقومندانۍ پوري او دریم لېن یې دارګ له دروازې څخه دبابر تربڼ پوري غځېدلی وؤ.
زموږ په هیواد کي د ټلیفون لومړنۍ بطرۍ لرونکي سویچبورډ چي د (۲۵) لېنونو ظرفیت یې درلودلی د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ په دوره کي د ارګ په شمالي څلي ( برج ) کي جوړ  سو.
د آمان الله خان د پاچاهۍ په دوره کي په (۱۲۹۸) لمریز کالي یو (۵۰) لېنه سویچبورډ د شاه دو شمشېره د پسته خانې په ودانۍ کي نصب سو.
په (۱۳۲۲) لمریز کال کي د (۵۰۰۰) لېنونو اتومات لومړنۍ دستګاه د المان د زیمنس له کمپنۍ څخه وپېرودل سوه او په کابل کي په کار واچول سوه او لومړنۍ ټلیفوني مخابره د کابل او پاریس ترمنځ ټینګه سوه په همدې ډول د پاریس د ترانزیټ مرکزونو د افغانستان ټلیفوني مخابره د نړۍ له نورو هیوادونو سره ټینګوله.
په (۱۳۴۰) لمریز کال کي د مخابرې ترانزیټ له نورو مرکزونو سره د ډهلي ، لندن او مسکو سره هم ټینګ سو وروسته ټلیفون په پرمختللي ډول د ( انالوګ او ډیجټل ) په بڼه تبدیل سو، ددې ټلیفوني مرکزونو ولایتي او نړیوالي اړیکي د سټلایټ ( مصنوعي سپوږمکۍ ) له لاري ټینګیږي.
موبایل :
موبایل په (۱۹۸۰ م )کال کي د ارتباط وسیلې په توګه وپېژندل سو او په (۱۹۸۳ م) کال کي د امریکا د متحده ایالتونو په شیکاګو کي د ټولو د ګټي اخیستني لپاره وړاندي سو، موبایل په کمزورو لنډو څپو کار کوي چي پیغام د انتن پایګاه ته مخابره کوي او یایې اخلي ، ګټه اخیستونکي کولای سي له هر ځای څخه ټلیفون وکړي او یا پیغام ترلاسه کړي.
زموږ په هیواد کي په وروستیو دیرش کلنو جګړو کي ټولي مخابراتي شبکې تریوې اندازې او یا په بشپړه ډول ویجاړي سوې او آن دا چي په وروستیو کلونو کي خلک د نړیوالي مخابرې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته  سفر کاوه ، د افغانستان دغرني جوړښت په پام کي نیولو له مخي او دیو زیات شمېر مهاجرینو شتون به باندنیو هیوادونو کي ارتباطاتو د جوړولو په منظور لویې خصوصي کمپنۍ لکه افغان بېسیم او روشن به (۱۳۸۲) لمریز کال کي ، MTN په (۱۳۸۴) لمریز کال کي او اتصالات په (۱۳۸۵) لمریز کال کي په فعالیت پېل وکړ او اوس پنځمه کمپنۍ د افغان ټیلي کام له لوري د سلام په نامه هم په هره سیمه کي خلک ورڅخه په هروخت کي استفاده کولای سي ، نن ورځ په ټول هیواد کي په سلګونو زره ګډون کوونکي لري چي کولای سي په ټول هیواد کي د اړوندو انتنونو او له هیواد څخه د باندي د ارتباطي سپوږمکیو په مرسته خپلي ټلیفوني اړیکي جوړي کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery