مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

"وینه اومینه" ۱۳ برخه

عبدالقیوم


۱۳ برخه
زخمی   پیره دار وتښتاوه

قوماندان لونګ چی  سهار له کوره ووت، تصمیم یی  لاره لومړی خپل کور ته څه سودا را وړي. لا یی  سوداکړی نه وه، چی داسی  خبر ور ته راورسیدی:
- قوماندان صاحب تیره شپه دروغتون څخه  یو زخمی  اسیر د توظیف سوی پیره دار سمندرسره یو ځای  درغتونه وتلي او تښتیدلي دي.
قوماندان لونګ ته چی داخبر ورسیدۍ نو دسودا رانیول یی پری ښول روغتون ته ورغلۍ خپل معلومات یی پلاس راوړل  او بیا خپلی عسکری قطعی  ته ولاړ چی دپیښي دپلټني چاری تنظم کړی. همداسي وکړه دپلټنو کار یی راپیل کړی.
د ښار امنیتی اوکمربندي پوستو ته  یی خبر وا ستاوه اونور تلاښو نه یی هم جاری  وساتلي. دقوماندان لونګ سره هغه سوالونه بی جوابه پاته وه چی سنمدراوزخمی څنګه سره جوړ راغلل؟ایا سمندر خپل پلار وپیژندی؟اوکه پلارخپل زوی؟
 ځانته د دی سوالونو دحل په نیت یی یوه دکشف همکارته وطیفه ورکړل چی ولاړ سی په کلی اوپاکستان کی داخبره ځانته معلومه کړی چی سمندردخپل پلارسردی اوکه پربله تللی دی. استولی سړی ته پته ولګیدل چی سمندردهغه تښتیدلی سره یوځای په کورکی دی.
دامعلومات یی قوماندان لونګ ته راوړی اوهم دامعلومات ورته و سوو چی تر اوسه  پوری دوی یوبل سره پیژندلی نه دی.مګرهلته آوازه خپره وه داشراردقوماندان سره  چی عسکر سمندر مرسته کړی وه هغه پدی چی قوماندان به دی امریکا اویا اروپا ته استوی.
عسکرچی یو ځوان او یتم هلک ؤ،وخارج ته دتللوارزوه یی لرل.  مګر داشرارو قوماندان اوس غواړی هغه عسکر ته چی د ده سره یی مرسته کړی وه  دمرستی په بدل کی خپل لور ورواده  کړی.
دلواقوماندان لونګ ته ددی خبررارسیدل سخت تمام سول اوس خو قوماندان لونګ ښه پوهیږی چی سمندریی دښځی وروردی مجبور سودخپلی مور، ښځی ،خواښی اونورو ورسره دوستانو سره یی داخبره شریکه کړي .
 دکورنۍ ټول غړي ددی خبرپه اوریدو هیښ پیښ پاته سول. دسمندر دژوند داحوال  په رارسیدود دی پرځای چی خوښي وکړی  خفه سول.ځکه هر یوه ته داخبره  سخته وه چی که خدای مه کړه "سمندردخپلي خور سره واده وکی" داشرم به بیا څنګه وړؤ؟
قوماندان لوګ یوځل بیا دژوند په یوه سخته جنجالی معمله کی راګیر سوو.ټوله کورنۍ په چورتونوغرق سول.هغه پدی چی لونګ په کابل کی لوړافسردی ، قوماندان لونګ پوهیږی چی داشرارو قوماندان یی خسر مګر خسر یی نه پوهیږی چی قوماندان لونګ دده زوم دی.
قوماندان  لونګ  کولاسی سی پاکستان ته څوک واستوی مګر نسی کولای خپل دغه کورنی راز دبل چاسره شریک کړی.وروسته مجبور سوودکورنۍ په مشوره یوکس تیارکی چی خپل خُسر ته یی واستوی څوهغه پدی پوهه کړی چی سمندر دهغه زوی دی . دسمندر او زرکی واده نسی کیدای.
اوس سوال دادی چی کله به یی دخُسرداخبره زړه ته تیره سی   چی سمندر د ده زوی دی ځکه ده خو زوی نه لاره. پردو خلګو څنګه داټوله کیسه وکړی چی  سمندر څنګه دمورپه نس او وزیږدی؟اوڅوک  بیا کولای سی دغه کیسه د اشرارو د قوماندان تر غوږه ورسوی؟
 دده دخُسردبدوعملوله لاسه دکورنۍ هیڅ غړی یی دی ته تیار نه دی چی ولاړسی او دلونګ خُسرته ټول حال ووایی.نه دکوتری نیکه اونه هم دکوتری انا دی ته زړه ښه کوی چی ولاړسی او خپل زوم دحاله خبرکړی.دکوتردمورخودسمندر دپلاراوخپله میړه څخه  بیخی نفرت کیږی.کوتره هم نه غواړی دظالم پلار مخ وګوری.
پاته سول دلونګ مور هغه بیچاره  سره ددی چی نوره سپین سری سویده دسفر کولوتوانائی  هم نه لری او په رښتیا زړه یی داشرارو په خاصه دزوی دخُسرڅخه بد اوتوردی. خو دخپل زوی لونګ اوکورنۍ دعزت دخوندی توب په  وجهه یی زوی لونګ ته وویل :
 زویه ! ماستاسره وعده کړی وه چی زه به ترمرګه ستا سره مرسته کوم . موردی ترتا جارسی ستا دفکر دسموالی په خاطر زه به دیوه  لاری بلد سړی سره ترپاکستانه ولاړه سم ته مه غمنجن کیږه .لونګ چی دمور میړنی خبری واوریدی دمورلاسونه یی ورمچ کړل .
موری ستا ترغیرت جارسم خدای دی هرچاته دغسی غیرتی مورورکړی،تاخوزماسره ټول عمر مرسته کړیده ،هیڅ وخت دی په غم کی یوازی نه یم پرایښۍ،ستا پرما حق دی چی دژوند تر وروستی کړی پوری ستا خدمت وکړم.زه پرتاباندی نورحق نه لرم چی دکوم کار ووایم تا ترحق زیات څه ماته راکړیدي.
نه زویه : زه پوهیږم چی دسمندر او زرکی یا د ورور اوخور واده ترګناه علاوه درتلونکی ژوند دپاره دخلګوپه منځ کی دټولی کورنۍ  پر لمن یو تور داغ پاتیږی.زموږ دکورنۍ پرلمن ددغه تور داغ دلګولوڅخه دمخنیوی په خاطر به یوځل ولاړه سم .اوخُسربه دی دحاله خبر کړم.
 -د توپکوال قوماندان پاته کورنۍ ډیر کلونه مخکی هغه وخت چی کوتره لوریی دکوره وتښتیدل دکلی څخه ولاړه او په کویټه کی  ځای پر ځای سوی  وه.دقوماندان کورنۍ اومیراث خواره تربرونه  چی خبر سول ،ټوپکوال قوماندان په جنګ کی ورک سوو.دمړی اوژوندی احوال یی ترکوره رانه غلۍ ټولو خوشحال وه فکر کاوه چی نومړی  به وژل سوی وی.اوکورته به بیا رانسی.
تربرونه  د ده تر ورکی وروسته  خوښ وه د قوماندانی چاری یی  هم مربوط تنظم یوه بل تربره ته وسپارلی. دکور،جائیداد حساب یی هر تربور جلأ جلأ کاوه.  خودقیق دمرګ خبریی تر کوره نه و را رسیدلی. یوه میاشت یی دورکی لا تیره نه وه چی بی خبره  قوماندان خپل کورته راغلی.
د قوماندان په بیا لیدو د ښځوپه نسبت یی  لور(زرکه) خوشحاله سوه، چی  پلار یی  پیدا سو. تربرونه په خاصه هغه چی د ده وجائیداد او قوماندانی ته غله وه هغه هغوی ټول خفه سول. د قوماندان لیدلو ته نور ټوپکوال تلل او را تلل. ده به هر چا ته د ځان د زخمی  کیدو بیا را تیښتی  کیسه کوله او د  سمندرلخوا د ورسره  مرستی  یادونه یی کول.
هغه به هر چا ته  سمندر ورپیژندۍ، چی  دغه ځوان را سره مرسته وکړه.سمندرتر ټولوښه ځوانی لرل مکتب لوستی  و په حکومت کی یی عسکری نظام لیدلی ؤ. کله چی په پاکستان کی دافغانی توپکوالوژوند،وپاکستانی مامورینو ته ددوی غوړمالی او سپیتانی  ولیدلی.
 نوپرخپلوراتلو به پښمان سوو،ځکه سمندرته په کابل کی ژوند،ښوونځۍ دخلګو اداب،په عسکری قطعه کی نظم ،دافسرانواو سربازانو پاک نفسی ،غرور اومړانی به یی سترګوته جګی و دریدلی.ویی لیدل چی دلته دغرواومړانی ځای سپیتانی ډک کړی وو.ای،اس،ای  په  افغانی توپکوال  کی غرور وژلی ؤ دوی ته یی  دسړوپه حیثیت نه کتل.
  دتوپکوالوسمندر دځان سره هرتنظمی اوپاکستانی دفتروته دځان سره وړۍ.وسمندرته دهردفترشکل اوپه دفتروکی دناستوخلګوناستي اوکړه وړه لیدل درس اوپند ؤ.هرچیری به دتوپکیانو ته خلګو ویل چی د دی هلک رنګ خو بیخی تاته سویدی لکه تا چی زیږولی وی.
قوماندان  ته دسمند کړو خوند ورکاوه  وبه یی خندل وبه یی ویل : که رشتیا در ته ووایم د هغی اولی ورځی څخه چی می دغه هلک لیدلی دی ماته  هم هغه خپله  ځوانی را په یاد سی.داسی ښه مسلمان پر لمانځ ټیګ هلک دی. زما سره یی ډیرمړانه وکړل، دسرو کفارو دمنځ یی خلاص کړم .
سمندر ته د ټوپکوالوساده خبرو،ناسته ولاړه اوشوده ژوند خوند نه ورکاوه. حتا دخپلی لوا قوماندان لونګ دهغه پاک نفسی ،نظم ،ډسپلین اوپر ده باندی مهربانۍ به ورپه یاد سوی،دځان سره یی خپل ځان ملامت  باله چی په خپل لاس دی په ځان څه وکړل.
 اما د ټوپکوال په زړه کی سمندر ځای نیولی  و. ټوپکوال د خپلو خپلوانو او ښځو سره مشوره کوله چی  که د دوی خوښه وی  خپله لور(زرکه) دغه ځوان  سمندر ته د ده د مرستی  په بدل کی  وبخښي.
په دوستانو کی  او په تیره بیا په تربرو کی دهیچادا دوستۍ خوښه نه وه. یواوبل به ورته ویل، چی  ددی  هلک  نه مور معلومه ده او نه یی  پلار؛ ته څنګه لور ور کوې؟ بل به وویل چی  دا خو حکومتی، حزبی  او کافر دی، ته څنګه دا کار کوې؟ مګر، ټوپکوال قوماندان به ویل:
- نه، دغه هلک تل لمونځ کاوه. یو یتیم هلک دی، بی  غمه او بی  جمه سړی دی. دلته به په کور کی  را سره وي، زه هم زوی نه لرم، زه یی  له مرګه ژغورلی یم. مګر تر برو لیدل چی ټوپکوال قوماندان نا روغه دی،ژربه مړسی تیار میراث دی، نژدی  میراث خورو یي دغه  دوستی نه خوښول.
د ټوپکوال چی دزخمونوڅخه سم روغ سوی نه ؤ، ورځ تر بلی  یی نا روغی  سختیدله، نویی  دا ښه تره و ګڼل چی د سمندر حق ور اداکړی. بله ورځ یی سمندر جان ته دا خبره وکړه، چی  تا زما سره ډیره مرسته کړی ده، ستا د دی  مرستی  په بدل کی  زه غواړم چی  خپله لور زرکه تا ته درکړم، خو ته به د لته زما سره اوسې او زما زوی به یی ځکه زه زوی نه لرم.
کله چی دواده او دلور دورکړی خبره وځوان دسمندر ته یاده سول وخارج ته د استولوخبره  یی دیاده ووتل چی  توپکوال ته ووایی تاخو زماسره قول کړی ؤخارج ته دی استوم .
سمندرنوی ځوان وو، دواده سره یی  دهرځوان په شان مینه وه. خودتوپکوالو سره  ژوند  کول یی نه خوښیدئ.او بلخواته یی خپله مور هم  دزړه څخه نه وتل. قوماندان ته وویل: ما خو تا ته ویلی وه چی زه بل څوک نه لرم بیله یوی مور څخه . مور می نسته زه څنګه واده وکړم ؟.
سمندرپدی شپوکی څو ځله د قوماندان لور زرکه لیدلی وه.سمندر ښوونځۍ لوستی  و، په ښارکی  یی  ژوند کړی و، او زرکه کورنۍ انجلۍ وه. اوس نو سمندر په یوازی سره  تصمیم نسی نیولای، د سمندر عمردشلوکلونوپه شاوخواکی دی تر ډیره حده خپل راتلونکی  سنجوی.
 بیا ورپه یاد سول چی توپکوال خو زما سره وعده کړی وه، چی  اروپا یا امریکا ته به دی  استوم. تردغه وخته پوری خوسمندر دا سی سنجول چی خاریج ته به ولاړسی بیا به خپله مور هم بوزی . و اروپا او امریکا  ته د تللو په حوس د هغه سره را تښتید لی و.
سمندر نژدی کال د قوماندان سره تیرکړی په آخیر کی یی  خپل زړه راغونډ کړ، او ټوپکوال قوماندان ته یی وویل:
٬٬  ستاخبره هم پرمځکه نه اچوم د زرکی  سره هغه وخت واده کوم، وبهرته زموږ د تللو کاراول را جوړ کی، زرکه به د ځان سره  خارج ته بوزم،،.
ټوپکوال د خپلی  ښځی  د زرکی  د مور سره  د  سمندرغوښتنه شریکه کړه، د ښځی  یی  هم  سمندر خوښ ؤ زرکی  هم مخالفت نه لاره وروسته نوقوماندان د  سمندر غوښتنه ومنله. توپکوال یوه قاچاقبر ته نیمی  پیسی  مخکی له مخکی ورکړې، د  سمندر  او زرکی  عکسونه یی  هم ورکړل.
قاچاقبر په درو میاشتو کی  د هغوی د تللو د کار د سمیدو  وعده وکړه.ټوپکوال مخکی تر دی چی دغه  دری میا شتی پوره سی  سمندر اوزرکه خاریج ته سره ولاړسی غو ښتل چی د  سمندر او زرکی واده وسی.سمندر یوبل وړاندیزوکۍ چی که  ده ته  اجازه  ورکړی چی دی یوځل خپل مور ووینی که هغه ورسره راتله  را  به یی ولی زما واده به وویني.
 او که چیری یی مور نه را تلل دهغی څخه خوبه یوه دخدای په امانی راواخلی بیرته به ژرانشاالله ځان راورسوي.
توپکوال سمندر ته د تللو اجازه ورنه کړل.ځکه توپکوال لدی بیریدی چی سم دم سړی به می دلاسه ووزی.هلته به یی مورپښمانه کړی.نوولی په لوی لاس سم سړی چی دلوراوښځی می هم خوښ دی دلاسه ورکړم.سمندرته یی وویل کله  چی ستا اوزرکی واده وسوو زمابه هم زه بیغمه سی.
تر واده وروسته که وخت ؤ ولاړبه سی موربه دی ووینی .سمندر په داسی حالت کی راګیردی چی نسی کولای پرخپل سربیرته مورته ولاړسی.دتوپکوال خبره یی ومنل دسمندر اوزرکی دواده دپاره ترتیب نیول شروع سول.
هلته دقوماندا لونګ مور وپاکستان ته دورتلو تیاری نیول.ترڅه ځنډ وروسته دلونګ مور دیوه راوی په مرسته حرکت وکړی چی دکویټی ښارته ولاړه سی.په لاره کی مشکلات وه دوی په ځنډ سره ترپاکستانه ورسیدل.
پوښتنه پرپوښتنه یی دتوپکوال کورپیداکۍ.داهغه شپه ده چی دتوپکوال په کورکی دسمندر اوزرکی دواده دمراسیمودنیولوپه کارسره نراوښځي بوخت دی. دلونګ مور دتوپکوال کورته ننوتل زیات کلونه تیردی دتوپکوال ښځودلونګ موراول ونه پیژندل.
ځکه سره لدی چی عمرتیرسویدۍ کوچنیان لویان سوی اوځوانانو هم تغیرکړیدی دلونګ مور چی اوس دیوه زبردست قوماندان مورده دهغی په جامو،سراو وضعه کی دپخوا په نسبت زیاتوپیر لیدل کیدئ نوپدغه سبب دتوپکوال ښځو ونه پیژندل.
کله چی ښځو ولیدل کورته یی یومعمره اومعتبره سپین سری ښځه راغلل هریوه یی روغبړته راغله.دروغبړپروخت یی دخبروڅخه دلونګ موروپیژندل.ټولي ښخي په تعجب کی ولویدی،پدی چی اول دلونګ مورڅونه په ښه بنه سوی ده  اوبل داچی څنګه پسله زیاتوکلونو تیریدو وروسته د دوی کورته راغلل؟
هرډول چي ؤ دلونګ دمورهرکلی یی وکۍ اوتوپکوال یی دلونګ دمورپه راتللو خبرکۍ.توپکوال هم په فکرکی دوب سو،ځکه    دهغی زوی لونګ خوکلونه مخکی دده لور "کوتره" دکوزدی په شپه  د ده دکوره تښتولی وه ،ددخُسریی دده له بنده څخه خوشي کړی ؤ اوخپله دلونګ مورهم دهغوی سره یوځای دکلی تللې وه.
ټول نه پوهیده چی دلونګ موربه  اوس څنګه  اودڅه دپاره راغلی وی بیا پداسی نازک وخت  کی چی موږټول دزرکی د واده پکاروبار سره  مصروف یوو. ټولو ته تشویش پیدا وو.توپکوال خپلوښځوته وویل تاسی  دلونګ دمور سره خبری وکړی ژر دا معلومه کړی چی دا ښځه څنګه  اودکمه راغلی ده؟
زه خوفکرنه کوم چی داښځه دی تصادفی  رابرابره سوی وی.دټوپکوال ښځو دلونګ دمورڅخه په خبرو خبروکی داپښتنی کولی چی دادونه کلونه چیری وی ؟زوی دی لونګ چیری دی ؟کوتره مړده که ژوندی تاسی احوال په لری که یا؟
دلونګ مور دوی ته وویل ټول شکردی ژوندی اوجوړدی،موږهم  په  ښارکی اوسوو.هلته آوازه ګډه وه چی قوماندان خپله لور وده وي. زړه می تاکت ونه کی ماویل ښه دی چی یواری تاسی وګورم اودښادی مباره کی به هم تاسی اوهم قوماندانصاحب ته ووایم.
غواړم چی تاسی هم ناستي یاست  قوماندان صاحب یوځل دنژدی ووینم ،څوخبری لرم چی ستاسی سره یی شریکی کړم.ښځو وویل ولی نه موږبه احوال ورکړو رابه سی،قوماندان اوس سپین ږیری مریض سړی دئ  هغه ارزولری خپله لورزرکه په خپل لاس واده کی.
دلونګ مور پښتنه وکړل دچاسره  مودوستي سویده. دزرکی مور ورته وویل:دزرکی پلار غواړی زرکه هغه هلکه ته واده کړی چی  دده سره یی دده په خلاصیدوکی مرسته کړیده،یوښاری هلک دی ،خوښه هلک معلومیږی.نوریی موږهم مور اوپلارنه پیژنو سمندر نومیږی.
پدی وخت کی توپکوال کورته راغۍ دلونګ موردافغانی دود اور سم دهغه مخته ولاړه سوه توپکوال ته یی سلام واچوۍ. او بیرته پرځا ی کښینستل.توپکوال اودهغه ښځي دری سره کښینستی.د لونګ مورپسله ډیروکلونوتیریدوڅخه  د دوی کورته دخپل ورتلو سبب داسی بیان کی:
" قوماندانه وروره !ښه غوږ راته ونیسه  نه می غوښتل  چی ستاکورته راسم.خوکله ناکله په ژوندکی داسی سخت  اوژورمجبوریتونه پیښ سی چی  سخت زړه انسان  هم اړباسی  ټولی تیری ترخی ترشا وغورځوي.  نن ورځ زه ،زوی  می"لونګ"،موږو رمی"کوتره" دکوتری مور ،نیکه او انا ټول داسی مجبورسو و.زه ددوی ټولو په خوښه تاسی کورته  دڅوخبرو دیادولودپاره راغلم.زما راتګ هم داسی  یومجبوریت وګڼه.
زه دښاره څخه په زیاتومشکلاتوسره تردی ځایه یوازی ستاسی دلیدودپاره نه یمه راغلی.بلکی  داټول مشکلات اوستړیامی د دی دپاره پرځان ومنل .مسله ستاسی خبرتیا اودخپلي کورنۍ دغزت خوندی توب  خبره چی زه یی مجبوره کړم یوځل بیا ستاسی پرکمبله کښینم.
په دوو سببونو زه خپله راغله.  یونه می غوښتل چی پردی سړی ددی رازه څخه خبرکړم اوبل سبب ستا دخطا شاهده زه وم باید په خپل مخامخ درته ووایم.داپدی چی ستاسی دکورنۍ سره زما دزوی لونګ جان چی ستا بیله رضا څخه دی زوم سویدۍ دهغه دعزت  سره تړل سوی خبره ده. دلته دغزت دساتلومسله ده،کله چی موږپه ښارکی خبرسوتاسی غواړی خپله لور"زرکه" وسمندرته واده کړی.
نو ما ،لونګ،کوتری ،دکوتری مور، دکوتری نیکه اوانا فیصله وکړل چی تا خپلوغلطیوته متوجی کړو،چی بله لویه غلطی ونه کړی.زه سمندرپیژنم ښه هلک دی ،سمندر مورلری،سمندرپلارلری،سمندرخورلری .لنډه یی داچی سمندر هرڅه لری .
توپکوال دلونګ مورته وویل  پدی خبره خومی سره خلاص سوو چی ستا زوی لونګ دکوترمیړه اوزما زوم سویدی اودکوتری مور ،نیکه او انا دلونګ سره اوسی اوژوندی دي.
اما دزرکی په ورکړه کی کمه خلاسته ؟داخولا نوره ښه خبره سول چی ته سمندر پیژنی هغه مور،پلاراو هرڅه لری اوښه هلک هم دی نوغلطی په کم ځای کی ده؟
دلونګ مور توپګوال ته وویل : ستا هغه شپه ښه په یاده چی زه ستاسی په کورکی وم اوته دشپی  دخونی را ووتی او د اوردالانچی ته ورغلی ..... سمندر ستا دهغی شپی زوی دئ.
توپکوال دخپلو ښځوپه مخکی وشرمیدی اوفکریی وکی چی سمندر دده زوی دی دلونګ دمورڅخه دی.دلونګ مور خبره نوره هم روښانه کړه ویی ویل په هغه شپه داورپه دالانچه کی دکوتری مور پرته  وه اوزه دسرای په منځ کی دکوچنیانو سره ویښه پرته ووم ته می لیدې.
نوسمندر ستا زوی ،دکوتری او زرکی ورور دی. دلته دزرکی مور اوټولوښځو دلونګ دموره څخه خوښي سوی اوقوماندان وشرمیدی سریی کښته وځړوۍ. ټولو په یوخوله  وویل" شکرچی دزرکی واده دخپل ورور سمندرسره ونسوو".
پای

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery