مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پردۍ غلام

حسین سخی زوی


پښتانه پردۍ غلامې منلئ نشی
 اصیله پښتانه هرګزپردۍ غـلامی منلئ نشی
 د پښتنوالی پرقانون د خائین مَلکی منلئ نشی
 د پښتنو د خټی سرشت له خلقته پدی شان ده
 په خپل هیواد کښې د پردو باداری منلئ نشی
 که د دښمن پرماین او انتحار ټوټې ټوټې شی
 پر خپله خاوره د اغیارو ښکیلاکی منلئ نشی
 دنیا کښې ئې تاریخ٬ په خپلو وینو ده لیکلئ
 پښتانه ستا او ستا د بادار قهرمانی منلئ نشی
 که خوار و زار شی یا مړ شی په جګړه کې
 هرګز هم د پښتنو ماته و بی ننګی منلئ نشی
 زما د نیکونو توره دې شوه هیره ای غلیمه؟
 پښتانه هیڅ کله٬ د نیکونو بدنامی منلئ نشی
 پر دښمنانو تل وردانګی له جګو ارادو سره
 مرګ قبلوی ګوره٬ د قوم سرټیټی منلئ نشی
 ستا آزادی اخلاقی کودکس نلری غرب کی!
د دموکراسی په نوم د دین بربادی منلئ نشی
 د انګریز سره جګړه کې پښتانه وو اکثریت
 که دوی نفی شی د هیواد خپلواکی منلئ نشی
 غیر متجانس ائتلاف د دوه ډلو په هیواد کې
 بی کفایت حکومت٬ د وحدتِ ملی منلئ نشی
 پر افغانانو دا دوه ملکان له بهره تپل شوی
 د سیستم په توګه٬ دا پلان د کیری منلئ نشی
 طالب یا داعش نه پنځم ستون ده خطرناکه
 په حکومت کې غلیم ته جاسوسی منلئ نشی
 قسم ده که په حلاله وي پیدا٬ له خپلې موره
 دښمن ته جاسوسی٬ د قوم ناکامی منلئ نشی
 که د یو واحد ملت په توګه نشی راټول ژر؟
 د پرون قاتله طالبان د سبا داعشی منلئ نشی
 دری نیمی لسیزی٬ غلط سیاست د حکوماتو
 دوام د جګړې او د وطن بر بادی منلئ نشی
 د اسلام او جهاد په نوم چې خلک ډاروی ؟
 سیاسی ټیکه داران د مافیا جهادی منلئ نشی
 دا جګړه د شمال ټل والې د اعمالو نتیجه ده
 د پښتنو پرضد پلان شوې دسیسی منلئ نشی
 په زرهاو کورنۍ له خپلو کورونو دی وتلی
 له شماله شړل د پښتنو او بیوزلی منلئ نشی
 اتحاد د ستمیو٬ جهادی شعله یان او پرچمیو
 د پښتنو خلاف نامقدسَ هم پیمانی منلئ نشی
 پښتانه د ﴿افغان﴾ سپیڅلی کلمې ترنامه لاندې
 ملی وحدت غواړی٬ لاکن برتری منلئ نشی
 افغانستان د ټولو افغانانو مشترکه ده ټاټوبئ
 لکه د آریانا و خراسان نام ګذاری منلئ نشی
 تقدم او خود خواهی د یو ملیت پر بل ملیت
 د یو یا بل قوم لوړی٬ یا د بل نفی منلئ نشی
 پښتانه اکثریت سره غصبِ قدرت نه غواړی
 برابرویښ منی د اقلیت زمامداری منلئ نشی
 حق د پښتنو چې پایمال ده پښتونخوا کې نن
 له ٬ISI سره٬ پیمانِ د استخباراتی منلئ نشی
 د خدای لپاره یو موټئ شئ د سولې په خاطر
 بس نور نو د وطن او ملت نابودی منلئ نشی
 که څوک پوه شی د ټولو ګټې به غوندی شی
 ګوره سخی زوی د سـولې قـربانی منلئ نشی
 سویډن - ۱۳۹۴/۲/۳۰ ه ش

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery