مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د پوهنيز بهير د اصلاح لپاره مشورتي جرګه ګۍ جوړه سوه

لودين
د معارف رياست د پوهنيز بهير د کيفيت لوړولو او اصلاح په موخه خپلواکه او رضاکارانه مشورتي جرګه ګۍ جوړه سوه. دا يوولس کسيزه جرګه ګۍ د کندهار والي په نوښت جوړه سوه چي نن ماځيګر يې دوهمه غونډه په ولايت مقام کي وسوه. د پوهنتون استادان او د رسنيو و مدني فعالانو استازي په دې جرګه ګۍ کي غړيتوب لري. دغه رضاکارانه او خپلواکه جرګه ګۍ به د پوهني رياست چاري څاري او د هغو ستونزو لپاره به چي په دغه رياست کي موجودي دي، حللاري لټوي. جرګه ګۍ د خپلو صلاحيتونو او مسووليتونو لپاره خاصه لايحه جوړه کړې او په هرو ۱۵ ورځو کي به يو ځلي غونډه کوي. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د جرګه ګۍ له غړو څخه مننه وکړه چي د معارف رياست د چارو د سمون او ظرفيت د لوړولو لپاره بېله کوم امتيازه کار کوي. نوموړي له دوی سره ژمنه وکړه چي تر وسه به د دوی مشورو ته غوږ نيسي او مثبت ځواب به ورته وايي. ښاغلي عزيزي د پوهني رئيس ته سپارښته وکړه چي د دې جرګه ګۍ له غړو سره همکار پاته سي او په ګډه د هغو خنډونو مخه ونيسي چي دامهال معارف رياست ورسره لاس و ګرېوان دی. هغه زياته کړه چي د دې جرګه ګۍ او د خلکو په مرسته به په پوهني رياست کي د لاسوهنو مخه هم ډب کړي. کندهاروالي د پوهني رئيس ته جدي لارښوونه وکړه چي له قانوني مراجعو پرته د هيچا پروا ونه ساتي او هغه کسان چي په دغه برخه کي ستونزي جوړوي، ولايت مقام ته په ګوته کړي. کندهار والي همداراز وويل د جرګه ګۍ غړي کولای سي چي د پوهني رياست دننه او د ښار په ښوونځيو کي هغه کسان چي علمي کچه يې ټيټه وي پوهني رياست ته په نښه کړي، څو رياست يې په اړه لازم اقدامات وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery