مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د قذافي زوی سیف الاسلام په اعدام محکوم شو

احمد فیصل
سیف الاسلام دا مهال له یوې اورپکې ډلې سره دی. د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې د سیف الاسلام وروستۍ محاکمه پای ته ورسېده، چې په لړ کې یې نوموړی د خلکو د وژنې په جرم په اعدام محکوم شو. پر سیف الاسلام قذافي د داخلي جګړو او لاریونونو پرمهال د جنګي جرمونو تور دی، خو د قذافي د واکمنۍ د مهال دېرش نور چارواکي هم په دې قضیه کې تورن وو. محکمې له دې ډلې اوه تورن کسان هم په اعدام محکوم کړل. په اعدام محکومو شویو کې د قذافي د واکمنۍ د استخباراتو مشر عبدالله السنوسي هم دی. د محکمې د څرګندونو پربنسټ، په ۲۰۱۱ کال د معمر القدافي د واکمنۍ پرضد په سوله ییزو لاریونونو کې تورنو کسانو له زور زیاتي کار اخیستی و، چې په لړ کې یې ځینې کسان ووژل او ټپیان شول. سیف الاسلام قذافي د محاکمې په اوږدو کې حاضر نه و؛ ځکه چې هغه اوسمهال په زنتان ښار کې له یوې اورپکې ډلې سره دی چې هغه ډله یې قضايي چارواکو ته له سپارلو ډډه کوي. همدا وه چې د هغه محاکمه د وېډیو له لارې ترسره شوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery