مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-29   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د حشمت خليل کرزي د شهادت لمړی تلين په کندهار کي ولمانځل سو .

benawa afghanistan
لودين
افغان ولس مشر محمد اشرف غني د خپل ږغيز پيغام پر مهال د حشمت خليل کرزي پر وژنه يو ځل بيا ژوره خواشيني څرګنده کړه او هغه يي ولسي اتل وباله ، نوموړي ژمنه وکړه چي د هغه د ارمان دپاره به چي د ټول افغانستان د ملت ارمان هم دی د سولې دپاره کوښښونه جاري ساتي .
د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د ولس مشر د مخکښ ملاتړي ، د لوی کندهار د قومي مخور او د پخواني ولس مشر د تره د زوی شهيد حشمت خليل کرزي د شهادت لمړی تلين ولمانځل سو . مراسمو ته افغان ولس مشر د ټلفون پر کرښه د خواخوږۍ پيغام هم ووايه . حشمت خليل کرزی تير کال د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز په کلي کي په خپل کور کي د اختر د مبارکۍ پر مهال ځانمرګي بريد وواژه . د حشمت خليل کرزي د شهادت د لمړي تلين په مراسمو کي د هغه ورور حکمت خليل کرزي ، د ولس مشر سلاکار وزيرانو ، د قومونو او قبايلو چارو وزير ، د کندهار والي او د ګاونډيو ولايتونو چارواکو او ولسي مشرانو ګډون کړی وو . افغان ولس مشر محمد اشرف غني د خپل ږغيز پيغام پر مهال د حشمت خليل کرزي پر وژنه يو ځل بيا ژوره خواشيني څرګنده کړه او هغه يي ولسي اتل وباله ، نوموړي ژمنه وکړه چي د هغه د ارمان دپاره به چي د ټول افغانستان د ملت ارمان هم دی د سولې دپاره کوښښونه جاري ساتي . افغان ولس مشر ، حشمت خليل کرزی د ولس د منځ سړی وباله او د هغه هلي څلي يي د خلکو دپاره ګټوري و بللې . وروسته د شخړو د حل په برخه کي د ولس مشر سلاکار وزير او د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري ، د قومونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل او يو شمير نورو ويناوالو په خپلو ويناوو د حشمت خليل کرزي پر سخاوت ، عدالت او ملي ارمانونو رڼا واچول . د کورنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال او د شهيد حشمت خليل کرزي ورور حکمت خليل کرزي د دولت او ملت له خواخوږۍ مننه وکړه او زياته يي کړه چي غم شريکۍ يي غم ور سپک کړ . د مراسمو پر مهال ټولو ويناوالو د سولې په برخه کي د حکمت خليل کرزي هڅي وستايلي او هيله يي وښوده چي د خلکو د لوی ارمان پوره سي . د مراسمو مخکي د حشمت خليل کرزي د روح د خوښۍ دپاره د قران کريم ختم او دعاګاني هم وسوې . حشمت خليل کرزی تير کال د جولای د مياشتي پر نهه ويشتنه نيټه د کوچني اختر په دوهمه ورځ د اختر د مبارکۍ پر مهال ځانمرګي بريد وواژه . نوموړی د پخواني ولس مشر حامد کرزي د تره زوی وو او په خپل پلرني ټاټوبي کرز کي اوسيدی . حشمت خليل کرزی د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د محمداشرف غني کلک ملاتړی وو او د هغه د برياليتوب دپاره يي زياتي هلي څلي کولي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery