مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افراسیاب خټک د ډیورنډ په کرښې د خندق کندلو سره مخالفت ښودلی

احمد فیصل
د پاکستان د پارلمان غړی او دعوامي نېشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک وايي پر ډېورنډ کرښې د خندق ایستلو مخالف یو . خټک له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي: (موږ د دې مخالف یو،چې پر ډېورنډ دي خندق وکښل شي ځکه ننۍ دنیا له یو بل سره د پیوسته کېدو دنیا ده نه یو له بل سره د جلا کېدو، ځکه اوس په تجرید کې ژوند نه کیږي).دی وايي دخندقونو د ایستلو پرځای موجودې مسلې او نورې ستونزې حل کول په کار دي او دا خندق کیندل نه په اخلاقي،نه سیاسي او نه قانوني توګه سم کار دی . هغه د افغان سولې په اړه وايي ،چې پاکستان پر طالبانو خپل اغېز لري،هیله ده ،چې پاکستان یو مثبت رول ولوبوي،نه دا چې د دې لپاره یې وکاروي چې په افغانستان کې جنګ جوړ کړي . نوموړي زیاته کړې،چې د پښتنو د ملت پاله گوندونو په اهدافو کې کوم ژور اختلاف نشته خو دغو مقاصدو او اهدافو ته د رسېدو دپاره په ستراتیژۍ کې ځینې وخت اختلافونه پیدا کیږي.افراسیاب خټک وايي ،چې په دې وروستیوکې دپښتنو له ملت پاله ګوندو سره دا فکر پیداشوی،چې له یو بل سره کینې او په دې خبرې وکړي،چې څنګه کولای شي یوځای شي او ګډ کار وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery