مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هسپانيا د روان کال د اکټوبر له ۳۱مې وړاندې خپل پاتې عسکر له افغانستانه وباسي

احمد فیصل
د هسپانیا دولت اعلان کړی چې په افغانستان کې پاتې هسپانوي عسکر به د روان کال د اکټوبر له ۳۱ وړاندې له دغه هېواده ووځي. د هسپانوي رسنیو د راپور له مخې دولت ویلي چې په افغانستان کې د هسپانوي عسکرو د۱۴ کلن ماموریت پای ته لږ وخت پاتې دي. د اعلان له مخې به ۴۲۰ هسپانوي پوځیان چې په هرات کې مېشت وو له افغانستانه ووځي؛ خو ۲۰ پوځي افسران به په کابل کې د غوڅ ملاتړ په عمومي قوماندانۍ کې د روان کال تر پایه پورې پاتې شي. هسپانیا د افغان ماموریت پر مهال ټول ۹۹ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery