مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو پالنه

یوسف خدمتګار

 د انـنګـو ګل چـې دې کـلـه هـم غـوښـتـنـه کـړې
 ما يي په مـینه هـم هـغـه وخـت سرښـنـدنـه کړې
 رقــیـب کـــه تـاتـه درکـتـلي پـه کـاږه نـظـر دي
 پـه ټـول طاقـت مې دهـغـه نظـرغـنــدنــه کـــړې
 پرون دې نن وعده راکړې اونن سبا وعـده کړې
 هـره وعـده دې وفـا بـولــم چې دې ژمـنـه کـړې
 لکـه شـمـشاد اوچت ولاړ یم مارګالې تــه ګـورم
 راته مغول د ورور په خوله بیا ګوتڅـنډنه کـړې
 غوټۍ به وسپړي آرمان ګل به شي بیا پښتونخوا
 د بـڼ پـه لـر اوبـر ګلاب اوس غـټه ونـه کـړۍ
 نـور دعــدم تـشـــــدُد څـــراغ روښـــانــه سـاتـو
 ژونــدون پـه میـنه تــیروو بـابـا ښـوونـه کــړۍ
 د پـښتـنو د ژونـد بـنسټ په پښتـنواله ټیـنګ دی
 پـه هـر غـزل کې خـدمـتګار پـښـتو پالـنه کـړې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery