مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-30   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ولسمشر غني په رسمي سفر اروپا ته روان شو

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري فرانسې، ایټالیا، المان او سویډن هېوادونو ته په رسمي سفر لاړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري فرانسې، ایټالیا، المان او سویډن هېوادونو ته په رسمي سفر لاړ. جمهور رئیس د دغه شپږ ورځني سفر په جریان کې لومړی فرانسې ته ځي او هلته به د اقلیم د بدلون په سیمینار کې د وینا تر څنګ د فرانسې له جمهور رئیس سره هم وویني. جمهور رئیس به د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته لاړ شي او د هغه هېواد له جمهور رئیس ، لومړي وزیر او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو سره به د افغانستان او ایټالیا د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړي. د هېواد جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ المان ته ځي او هلته د هغه هېواد له جمهور رئیس او لومړي وزیر سره پر کتنو سربېره به په کوبر بنسټ کې وینا وکړي او د افغانستان او المان د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې به هم ګډون وکړي. جمهور رئیس غني د پنجشنبې په ماښام د رسمي کتنې په موخه له المان څخه د سویډن پلازمېنې ستکهلم ته ځي. محمداشرف غني به د جمعې په ورځ د سویډن هېواد له شهزداګۍ ویکتوریا، لومړي وزیر، بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره هم جلا کتنې ولري او د هغه هېواد د تکنالوژي سلطنتي انسټیټیویټ کې به هم وینا وکړي. همدارنګه سویډن ته د جمهور رئیس غني د سفر په جریان کې به د جمهور رئیس غني او د سویډن د لومړي وزیر په حضور کې د افغانستان او سویډن تر منځ د انکشافي همکاریو موافقتنامې لاسلیک شي. د افغانستان جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکټر نسرین اوریاخېل او د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي ملتیا کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery