مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو د وروستي نوماند په توګه پاتې شو

احمد فیصل
د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ټیډ کروز له ټاکنیزو منډو ترړو لاس پر سر او جنجالي ملیاردر ډونالډ ټرمپ د یاد ګوند د وروستي نوماند په توګه پاتې شو. ټیډ کروز له هغې وروسته له ټاکنیزې مبارزې سره مخه ښه وکړه، چې په انډیانا ایالت کې یې مقدماتي ټاکنې ډونالډ ټرمپ ته وبایللې. په دې سره د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ د روان کال په وروستیو کې د امریکا ولسمشرۍ ته د یاد ګوند د اصلي نوماند په توګه پاتې شو. د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ډیموکراټانو نوماندې هیلري کلنټن هم په انډیانا کې خپل سیال برني سنډرز ته وبایلله. خو دا چې کلنټن د ګوند د وروستۍ کاندېدې په توګه د پاتې کېدو لپاره یوازې د ۱۸۰ نورو استازو ګټلو ته اړتیا لري، د انډیانا ناکامي یې د مخکې تګ مخه نه شي نیولای.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery