مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

باور ساتنه حقپالنه ده

زرولي خان(( خوشنود))

باور ساتنه حقپالنه ده
د نړۍ پرمخ مېشت ملتونه ،راز راز ملي او ټولنيز ارزښتونه پالي،د ځينو همدا ملي او ټولنيز ارزښتونه هېوادنۍ مينه ، ملي ګټوخونديتوب ، د يوشمير هغو لرغونو مقادساتو ژغورنه او ځينو نورو ملي  اسلامي او  عقيدوي ارزښتونه جوړه وي چې، همدا ملتونه د ذکرشويو خوبيو پربنسټ، د نن او سبا غوره انتخاب ټاکنه ترسره کوي او له دغو  ولسي هېلو ټاکل شويو اهدافوته ځانونه راسوي ، که په دغه لاره کې ورته د سر او مال قربانيو ته هم اړتيا وليدل شوه. دوی يې نه دريغوي بلکې په دغه ډګر کې لوبېدنه ورته ،يو ستر وياړ ښکاري.
افغانان هم د نړۍ نورو خلکو  او ملتونو په څېر ،ځيني دپام وړ ملي او اسلامي ارزښتونه پالي، د ډېر په باور دوي  دا کار هغوی ته د تاريخ په اوږدو کې، د يوشمير برياليتوبونو او لاسته راوړنو سبب هم ګرځيدلی، د افغانانو ملي ارزښتونه، هېواد ساتنې سربېره ،د په ټولنه کې پر يو بل،  لوی اعتماد ساتل او قومي ننګه تشکيلوي .
موږ وينو او ليدلي مو دي چې ،د افغانستان ابتاع د همدغو خوبيو په لرلو سره نن هم ،په دغه هېواد کې  د اوږدې او دوامدارې کورنۍ تپل شوی جګړې سر  بيا هم ،کلک متحد  ملت پاتې شوي ،نن د همدغو ولسونو په مينځ کې د ځينو پردي پالو لخوا دا هڅې روانې ساتل شوی چې ، همدا يو غږ  ملت ،پخپلو کې د ځينو دسېسو او پلانونو له مخې وويشي ، دوی چې يو کار په ترسره کولو کې تر هرڅه زيات ټينګار لري هغه د افغان ملت ترمينځ سمتي ، ژبني او قومي تضادونه را مخې ته کول  دي، دا کړې غواړې په دې کار سره ،همدا ميړانی او وېښ ولس، د يو بل له ملاتړه راګرځوي،  چې د افغان ولس او ملت  ترمينځ ځيني تازه قومي اختلافات يې ،ښې بېلګې دي . 
دوي د ځينو خاصو برنامو او پروګرامونو له لارې دا هڅه وکړه چې، د ولس په مينځ کې د پروژوي کارونو په ترسره کولو ديوشمير ډولو کرکه يوشمير نورو سره زياته کړي او يا هم د ولسونو پر سر سودا کولو هنر دې زموږ  وېښ ملت ته هم  را وليږدوي ،خو ملګر دا هرڅه چې دوي غوښتل بريالی او څه ډول چې، پروګرام  يې لره پر دغه زوريدلي ملت يې  علمي نشو کړی.
پوهانو وينا ده وايي : ((پوهيږو چې، په ژوند کې هرڅوک د خپل ښه ژوندانه لپاره راز راز هڅې کوي او يا هم غواړي د هغو ملګرتيا وپالي کوم څوک  يې چې ،دشخصيت لوړونې لپاره، د يو ټاکل شوی مهال الپاره اقتصادي لاسنوی کوي. خو ولې دلته ملت پېژنده مهمه ده ،ځکه په نړۍ کې د ځينو ټولنو ملي او ټولنيز ارزښتونه له مينځه وړل ،د هغوی  ټولو لپاره د ژوندانه سره کرښه وي .
هېوادووالو ! دامنو چې جګړې مو راڅخه هر څه واخېستل ،موږ يې له نړۍ سره سالۍ څخه خورا لرې پريښودو ،مګر نن هم چې ،نور ملتونه ترې بې برخې دي او موږ لرو، هغه زموږ د قومونو او ولسونو ترمينځ خپلمنځي اتحاد او اعتماد شتوالی دی ،دا کار موږ ته  څه راکوي او ولې موږ پر دغه لاره مزل کول د غوره ټولنيز ژوند بنسټ ګڼلی شو .؟
زما په باور دا کار د ولس له هغو هېلو  او حقپالنې يوه غوره ټاکنه ده چې،  په يو هېواد کې مېشت خلک د مدني ، پرمختللي او سوله ييز ژوند پر لور بيايي ، موږ وينو نن ورځ که څه  هم په افغانستان کې  لا هم د روانې جګړې اورنه بل پاتې دي ،خو ولې د همدې باور او اعتماد له نيکمرغۍ ،د اتحاد په غېږه کې  يوشمير ولسونه  دلته ،په سوله ييزه فضا کې خپلې شپې او ورځې تېراوي ،ددې علت دادی چې دغو ولسونو پردو ته چې د افغانانو ترمينځ يې، د وېشنې وروسته  خپلو ارمانونو ته د رسيدو خوبونه لېدل ،د خپل ځواک شتوالی ځواب ورکړی،  زموږ دغه ولس پوهېدو چې، موږ ته هېڅ ډول خوبې او نيکمرغۍ په بې باورۍ کې،  د نيکمرغيو ور نشي راټکولی.
د يو خوستي قومي سپين ږي په قول چې(( يو ځل يو بهرني اتباع ورته ويلي: که تاسې افغانان غواړئ په اروپا او نورې پرمختللي نړۍ پسې ورسيږي ،دا درته  شاوخوا يوه پېړۍ وخت غواړي، خو که تاسې ترمينځ ولسي اعتماد وڅېړل شي ، بهرنۍ  نړۍ او اروپا درپسې دوه پيړۍ نوره هم نشي رسيدلی. )) دا ځکه چې، هغوی زموږ په څېر ملي او سيمه ييز ارزښتونه او قومي جوړښتونه دي نشي پاللی .
له دې ځايه ويلي شو چې ووايو : کله چې موږ په نړۍ کې له نورو خوبيو او نيکمرغيو سره، دا ارزښتمنه پانګه په خپله غېږه کې لرو، نو راځې د ښې راتلوونکي او روښانه سباوون لپاره، لا  نور هم دغه ځواکمنتيا ته  ولسي قوت ور وبښو  چې ، ددوام په صورت کې به موږ د نړۍ پرمخ يو وېښ ملت وګرځو، ترڅنګ به مو دا کار د حقپالنې په څانګه کې،  د نن او پرون ټاکلو اهدافوته ته ورنيږدې کړي ،کوم چې، زموږ د ملت جوړونې اساسي بنسټ يې بللی شو.

 

 خوست

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery